اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې یې تر ۸ زره زیاتو کسانو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي او ډېر ژر به دغه کورونه یادو کسانو ته وسپارل شي.
دغه دفتر نن (پنجشنبه، ۱۲ د لړم) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه کورونه د زلزلې په وړاندې محکم جوړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي چې دا کورونه به د واورو له اورېدو مخکې زلزله ځپلو ته وسپارل شي.
څو مياشتې وړاندې د پکتيکا ولايت ګيان او برمل ولسوالۍ يوې زوروې زلزلې ولړزولې چې د وړاندې شوی شمیرو له مخې په یاده پیښه کې زرو کسانو ژوند بایللی وو.
په دې وروستیو میاشتو کې دغه سیمې څو ځلي زلزلې لړزولي دي.
