خوست کې د بې روزګاره ځوانانو کچه لوړه شوې

انځور: د خوست اقتصاد ریاست پاڼه

اطلاعات روز: خوست د هیواد له ګڼ نفوسه ولایتونو ګڼل کیږي، چې په تېر کې یې زیاته برخه ځوانانو په دولتي ادارو او امنیتي لیکو کې دندې ترسره کولې او له دې لارې یې د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارولې، خو له څه وخت راهیسې چې تېر جمهوري نظام سقوط شوی او طالبان واک ته رسیدلي نو په دغه ولایت کې ګڼ ځوانان بې روزګاره شوي او خورا ستونزمن ژوند تېروي.

د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا د کاري فرصتونو نه موجودیت او د طالبانو له خوا ورسره توپیري چلند د دې لامل شوی چې زیاته برخه ځوانان هیواد پرېښودو ته اړ شوي او په مرګونو لارو بهرنیو هیوادونو ته کوچېدلي دي.

د خوست ولایت د مرکز یو اوسېدونکي واجد احمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د نوموړي په ګډون له ۲۰۰ ډېر ځوانان په سرګردان څلور لارې او نورو ځایونو کې د کار پیدا کېدو په لټه کې هره ورځ په شیبو، شیبو انتظار کوي.

د هغه په خبره چې پخوا یې په یوې دولتي اداره کې د صفا کار په صفت دنده ترسره کوله، خو کله چې طالبان پرې حاکم شول نو له دندې یې ګوښه او پر ځای یې د یو طالب نږدې دوست مقرر کړ.

خوست کې له دې امله د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې چې په دغه ولایت کې رغنیزې پروژې هم په نشت حساب دي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

احمد وویل: «زه دلته هر سهار بازار ته راوځم او په دې تمه یم چې له یو چا سره د دیاړي لپاره لاړ شم او یو څو پیسې وګټم، خو په اونۍ کې ماته درې یا څلور ورځې کار پیدا شي او پاتې ورځو کې بیرته تش لاس کور ته لاړ شم.»

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی اجمل هم له ورته ستونزو سره مخ دی، هغه وايي له دې وړاندې یې په تېر نظام کې د ملي اردو په یوې لوا کې دنده درلوده او د هغه په وینا چې ښه ژوند یې روان و، خو اوس بې روزګاره شوی او بهر هیوادو ته د تګ هڅې یې پیل کړې دي.

اجمل زیاتوي چې د جمهوریت پر مهال یې ټولو هغو ملګرو دندې له لاسه ورکړې چې له ده سره یو ځای یې کار کاوه.

نوموړی وايي: «زه اوس په کور کې بې روزګاره ناست، پخوا مې دنده وه او ښه کافي معاش مې اخیسته، ناا اوس کار نه لرم او هڅه کوم چې کوم بهرني هیواد ته لاړ شم او بله خبره دا چې زه له وېرې هم په کومه اداره کې کار نشم کولی.»

خوست کې د بې روزګارۍ له امله ګڼ ځوانان هره ورځ په بشري مرستو کې د ثبت نام په لټه کې وي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت یو تن قومي مشر حاجي سردار ولي اطلاعات روز سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او هغه چې په دندو دي له خپلو دندو ګوښه نه کړي.

نوموړی وايي، که د بې روزګارۍ کچه همداسې دوام وکړي، نو ټولنه کې به د جنايي پېښو کچه لوړه او د سیمې امنیت ته به لوی ګواښ پېښ کړي.

هغه وویل: «زه د یو قومي مشر په صفت له طالبانو دا غوښتنه کوم چې ځوانان له ځانه لېرې نه کړي او هغوی ته د کار کولو زمینه برابره کړي، خدای مه کړه که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي نو هم به په ښار او ولسوالیو کې غلاوې ډېرې شي او هم به د طالبانو حکومت ته دغه ځوانان لوی سرخوږی جوړ کړي.»

په همدې حال کې بیا د خوست ولایتي چارواکي وايي، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړي تر څو د بې کارۍ کچه راکمه شي.

د دغه ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو په خپره کړې خبرپانه کې ویلي چې دوی په ګڼو سیمو کې بې روزګاره ځوانانو ته کار په بدل کې د پیسو او غنمو ورکړې لړۍ پیل کړې چې د دوی په وینا سلګونه ځوانان ورسره په کار بوخت دي.

د صبریو ولسوالۍ هغه ځوانان چې د نغدو پیسو او غنمو بدل کې کار کوي. انځور: خوست کې د طالبانو د اقتصاد ریاست

د اقتصاد ریاست د مسوولینو په خبره چې دغه کاري فرصتونه یې د مرکز اړوند، صبریو، یعقوبیو او خلبسات سیمو کې برابر کړي دي، چې په رغونې برخه کې یې هم دغو سیمو ته د پام وړ ګټه رسولې ده.

د دغه ولایت د طالبانو اقتصاد ریس شهزاده پیر ویلي چې ځوانانو ته د کاري زمینې برابرېدو او اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه یې له نړیوالو همکاره موسېساتو سره ناستې کړې او هغوی هم ورته ډاډ ورکړی دی.

په خوست کې د طالبانو د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، د نړیوالو موسېساتو د راجلبولو په لټه کې دي. انځور: خوست کې د طالبانو د اقتصاد ریاست

له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې چې طالبان د هیواد واګې په لاس کې اخیستې هیواد کې خلک نه یوازې له اقتصادي بحران سره مخ شوي بلکې په لویه کچه د هیواد تعلیمي کادرونو هیواد پریښی او یا هم د طالبانو له خوا له دندو ګوښه شوي.

د اقتصاد پوهانو په باور که د طالبانو په دریځ کې نرمښت را نه شي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي نو د وخت په تېرېدو سره به  نظام رانسکور او افغانان به یو ځل بیا د کلونو وړاندې ناخوالو سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه