اطلاعات روز: د کندهار-هرات پر لويه لار د ټیلر او فیلډر موټر د ټکر له امله يوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندهار ميوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ترافيکو مسوولين وايي، دغه پېښه نن سهار (چهارشنبه، ۱۱ د لړم) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د صوفي غفار پټرول پمپ سره نږدې رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي، د تېز رفتار له امله ټېلر او فليډر موټرو سره ټکر کړی چې په ترڅ کې یې فیلډر کې ناست کسانو له ډلې یوه ښځه مړه شوې او درې تنه نور ټپیان دي.
د هغوی په خبره، ټپیان په بې هوشه حالت کې د میرویس حوزوي روغتون روغتون ته انتقال شوي او ډاکټرانو یې روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.
د موټر چلوونکو بې احتياطي، تیز رفتار، د ترافيکي قوانينو نه مراعات او د سړکونو خرابوالی په هېواد کې د ترافيکې پېښو د رامنځته کېدو تر ټولو لوی لاملونه بلل کېږي.
