متقي: هغه کسان چې بهر کې سیاسي ایتلافونه او تنظیمونه جوړوي د غلامۍ طوق غاړې ته اچوي

انځور: Reuters

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، هغه کسان چې په بهر کې سیاسي ایتلافونه او تنظیمونه جوړوي، د غلامۍ طوق غاړې ته اچوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (سې‌شنبه، ۱۰ د لړم) په کابل کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو د نوي یونیفورم د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.

متقي زیاتوي، چې د طالبانو ځواکونه په لنډه موده کې په منظمو استخباراتي، دفاعي او امنیتي ځواکونو بدل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي، چې د افغانستان د ژغورنې لار د دغې ډلې د حکومت ملاتړ دی.

هغه په ​​بهر کې د سياسي څېرو له خوا د سياسي خوځښتونو او ګوندونو د جوړولو په غبرګون کې وويل: «هغه کسان چې په بهر کې ډلې، ټپلې، ایتلافونه او تنظيمونه جوړوي، دوی د پنځو رپیو د اخیستو لپاره د غلامۍ طوق په غاړه کې اچوي. راشئ په خپل هیواد کې د امن او شرف ژوند وکړئ».

په دې وروستیو کې د پخوانۍ ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش تر مشرۍ لاندې د «افغانستان ازادي او عدالت» تر نامه لاندې د یوه ګوند د موجودیت اعلان وکړ. دغه ګوند د هېواد له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د اساسي حل په توګه د فدرالي نظام وړاندیز او ټینګار کوي.

تر دې وړاندې د تېر حکومت د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او عدالت ملي خوځښت» غورځنګ رامنځته شوی و.

نورو تښتیدلو سیاسي څېرو هم شوراګانې او سیاسي خوځښتونه جوړ کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه