پکتیکا کې د تېر نظام امنیتي سرتیرو د ځورونې پېښې ډېرې شوي

اطلاعات روز: واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده خپلو جنګیالیو ته اعلان وکړ، چې د تېر نظام ملکي او امنیتي کسانو ته یې عمومي عفوه اعلان کړې او له وژلو او ځورولو یې لاس واخلئ، خو په پکتیکا ولایت کې د پخواني جمهوري نظام امنیتي کسان بیا شکایت کوي چې د طالبانو د امنیتي ادارو له لوري ځورول کېږي او په یوه او بله بهانه یې اړونده ارګانونو ته غواړي.

د دوی به خبره چې د هغو کسانو کورونه هم پلټل شوي چې هیواد کې دي او شخصي کاروبار ته یې مخه کړې ده.

په دې اړه د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ اړوند د مچانو سیمې یوه اوسېدونکي چې د تېر نظام ملي پولیسو کې یې دنده درلوده د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته په غږیز پیغام کې ویلي، چې نوموړی د اسلحې د لرلو په تور څو ځله د طالبانو له خوا وړل شوی او تهدید شوی دی.

د نوموړي په خبره چې په تېر جمهوریت کې ورسره یو میل کلاشینکوف موجود و، چې د تسلیمي پر مهال یې طالبانو ته وسپاره.

پکتیکا کې د تېر نظام ځواکونه په یوه او بله بهانه د طالبانو له لوري ځورول کېږي.

هغه وايي، اوس یې شخصي کاروبار پیل کړی او هیڅ امنیتي او سیاسي فعالیت نه کوي، خو د طالبانو له اړونده ادارو غوښتنه کوي چې د نوموړي له ځورونې لاس واخلي.

ادم خان وویل: «ما پخوا په ملي پولیسو کې دنده ترسره کوله، کله چې نظام ړنګ شو او پکتیکا سقوط وکړ، نو په هماغه ورځ مې خپله اسلحه چې یو کلاشینکوف و طالبانو ته وسپاره، خو له هغه وروسته زه څلور ځلې مرکز ښرنې او د یحیی خېلو ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته غوښتل شوی یم. زما غوښتنه دا ده چې طالبان باید شوې عمومي عفوې ته ژمن پاتې شي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې یو اوسېدونکي او د تېر نظام د ملي اردو سرتیري چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو په یوه او بله بهانه ځورولی او د مرګ ګواښونه یې ورته کړي دي.

د هغه په خبره چې ځینې لېرې خپلوان یې په طالبانو کې دندې ترسره کوي او د هغوی په اشاره ورته قضیې جوړیږي او تر تهدید لاندې یې نیولی دی.

دغه سرتیري وویل: «دلته زمونږ د ځورونې لامل زمونږ ځینې لېرې خپلوان دي، کوم چې پخوا هم په طالبانو کې و او اوس هم دلته د دوی په حکومت کې دندې ترسره کوي، هغوی امنیتي ادارو ته شیطاني

کوي او کله راباندې د وسلو لرلو تور پورې کوي او کله هم له نورو وسله والو ډلو سره د اړیکو، نو په دغه اساس څو ځله وړل شوی او یا هم غوښتل شوی یم.»

د پکتیکا ولایت ارګون او یحیی خېل هغه ولسوالۍ دي چې ځايي خلکو یې تر ډېره په تېر نظام کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري او یا یې هم ځوانانو پکې دندې ترسره کولې.

په ارګون ولسوالۍ کې یوې ځايي سرچینې وویل، چې د طالبانو حکومت له هغو امتیازاتو او نورو حقونو بې برخې کړي چې نړیوال موسېسات یې مرستو په نوم له اړمنو خلکو سره کوي.

د پکتیکا ارګون ولسوالۍ په تېر نظام کې تر ټولو نا امنه ولسوالۍ وه او ډیری ځوانانو یې د تېر نظام امنیتي لیکو کې دندې درلودې.

سرچینه وايي، د طالبانو په ملکي او امنیتي ادارو کې د ارګون او یحیی خېلو ولسوالیو ځايي خلکو ته له دې امله په ښه سترګه نه کتل کیږي چې له پخواني نظام سره همکار پاتې شوي و.

د دې ولسوالیو اوسېدونکي له طالبانو ولایتي مسوولین غوښتنه کوي، تر څو له عقدې پاللو لاس واخلي او له ولس سره رامنځته شوې فاصله راکمه او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، عمومي عفوې ته ژمن دي او هیڅوک تر اوسه وړل شوی او یا ځورول شوی نه دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ثناءالله معصوم اطلاعات روز ته په لېږل شوي پیغام کې د تېر نظام د امنیتي کسانو ادعا رد کړي او ویلي یې دي، چې ځینې کسان د خپلو شخصي او حقوقي ستونزو د هواري په موخه اړونده امنیتي ادارو ته ورغوښتل شوي دي.

پکتیا ولایت کې د طالبانو مسوولین وایي، چې دغلته هیڅوک په تېر نظام کې د دندې په لرلو نه دی ځورول شوی.

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال په پکتیکا ولایت کې د تېر نظام امنیتي او ملکي کارمندان له کومې وېرې پرته خپل ژوند او کاروبار کوي.

هغه وايي: «مونږ هیڅوک په دې تور امنیتي ادارو ته نه دي راغوښتي او یا مو هم نیولي، چې هغوی سره دې له دې امله چلند شوی وي چې په تېر نظام کې یې دنده ترسره کوله. مونږ یا امنیتي ادارې که څوک راغواړي هغه که هر څوک وي نو هغوی په خپلو سیمو کې قومي، حقوقي او نورې شخصي ستونزې لري نو امنیتي ادارې مکلفې دي چې دغه ستونزې هوارې کړي.»

پکتیکا د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال د هیواد له نا امنه ولایتونو ګڼل کېده، ۲۲ ولسوالۍ لري چې له ۱۲ ډېرې یې په تېر کې هم د طالبانو تر واک لاندې وې. په دغه ولایت کې د شاهین په نوم یوې ځانګړې امنیتي قطعې د طالبانو خلاف بریالي عملیات ترسره کول چې زیاتره غړي یې د ارګون او یحیی خېلو ولسوالیو اوسېدونکي و، چې له همدې وجې یې د تېر نظام کسان اوس د طالبانو له لوري ځورول کیږي

.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه