اطلاعات روز: د سومالیا ولسمشر اعلان کړی چې د دغه هیواد پلازمینې موګادیشو کې د پوهنې وزارت مخې ته د دوو موټر بم چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي.
حسن شیخ محمود نن (یکشنبه، ۸ د لړم) د پېښې له ځای څخه تر لیدو وروسته په یوې بیانیه کې وویل: «زموږ خلک قتل عام شول».
تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ولسمشر د الشباب اسلامپاله ډله د دغه برید په کولو تورنوي.
الشباب معمولا د هغو بریدونو د مسوولیت له منلو ډډه کوي چې د لوی شمېر تلفاتو سبب کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې لومړۍ چاودنه په موګادیشو کې د پوهنې وزارت مخې ته د یوې څلور لارې ګڼې ګوڼې ته څېرمه شوې او دویمه هغه مهال رامنځته شوه چې امبولانسونه او خلک د دې پیښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه راټول شوي وو.
دا برید د ۲۰۱۷ کال خونړي برید په ځای کې شوی چې پکې تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي وو.
