اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کیدو له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی.
د روداتو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نن (شنبه، ۶ د لړم) اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه د یادې ولسوالۍ اړوند «ممبر امنیتي پوستې» ته څیرمه د کرولا موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه وایي، په پېښه کې په خپله موټر چلوونکی وژل شوی او ورسره ناست کس ټپي شوی دی.
په دې وروستیو کې د هیواد له بیلابیلو سیمو د ترافیکي پېښو خبرونه ورکول کیږي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعات کول ښودل شوي دي.
