ګردېز ښاروالۍ په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۱ میلیونه عواید راټول کړي

اطلاعات روز: د پکتیا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي، په تېر شپږو میاشتو کې یې ۴۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، خو هټۍ وال شکایت کوي چې په یوه او بله بهانه ترې پیسې اخیستل کېږي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د ګردېز ښاروالۍ ریاست مسوولینو د حساب ورکولو په موخه په جوړه شوې غونډه کې ښاریانو ته د تېرو شپږو میاشتو حساب ورکړ او ویې ویل، چې دوی په دغه موده کې له بېلابېلو برخو ۴۱ میلیونه افغانۍ عواید لاسته راوړي دي.

دوی همدا راز زیاته کړه، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ځینې رغنیزې پروژې بشپړې کړي او ځینې نورې یې هم تر کار لاندې دي.

د ګردېز ښاروالۍ له ولس سره په داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو حساب شریکوي، چې ښاریان د ښاروالۍ له لوړې ماليې شکايت کوي او وايي په یوه او بله بهانه ورڅخه پيسې اخيستل کيږي.

دوی وايي، د ښاروالۍ له لوري ورباندې څو برابره زیاته ماليه ټاکل شوې چې دوی یې د ورکړې توان نه لري.

په دې اړه د ښار یو تن هټۍ وال اطلاعات روز ته وویل، چې د ښاروالۍ ریاست کارمندانو یې څو ورځې وړاندې په دې موخه د دوکان دروازه پرې وتړله چې د یوې کوچنۍ لوحې یا اعلان پیسې یې پر وخت نه وې تحویل کړې.

هغه زیاته کړه چې اقتصادي ستونزو ته په کتو دې ښاروالۍ او د مستوفیت ریاستونه دې په خپلو وضع شویو مالیاتو کې کموالی راولي.

هټې وال وویل: «زه دا منم چې دوی په دومره کچه عواید راټول کړي، دا یې له دې مظلومو دوکاندارانو په یو او بل نوم په زور اخیستې دي، کله د کثافاتو بهانه وي او کله هم د لوحو په بهانه. زما په دوکان یوه وړه لوحه نصب شوې وه دوکان یې درې ورځې راباندې تړلی و، چې تا ولې د دې مالیه نه ده ورکړې.»

که څه هم ځینې هټۍ وال او د مارکېټونو خاوندان د ښاروالۍ له اخیستونکې مالیې خوښ نه دي، خو بلخوا بیا ښاریان د دغه ریاست له ترسره کړیو رغنیزو چارو هرکلی کوي او د دوام غوښتونکي یې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه