طالبان د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو کې ځای پر ځای کېږي

انځور: DW

اطلاعات روز: د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې سرچینې وايي، طالبان هڅه کوي چې د دې ولسوالۍ په ځینو کلیو کې د ملکي خلکو کورونه د نظامي پوستو په توګه وکاروي، چې له امله یې یو شمیر کورنې کډه کولو ته اړ کړې دي.

بلخاب ولسوالۍ کې يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې د بلخاب شاخ درې سيمه کې «دهن‌باغ» او «زووج» په کليو کې طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د سرچينې په وينا، د دغو کليو يو شمېر اوسېدونکي کډه کولو ته اړ شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د شاخ درې سیمې ته د نږدې کلیو یو شمېر اوسېدونکي هم د خپلو کورونو پرېښودو په حال کې دي.

دغه راز د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې یوه بله سرچینه وايي، طالبانو د شاخ درې دهن باغ کلینیک د تخلیې امر کړی، څو د دې ډلې په قرارګاه بدل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،  د شاخ درې په «دهن‌باغ» او «زووج» په کليو کې شاوخوا ١٢٠ کورنۍ ژوند کوي.

د افغانستان د ملي یووالي ګوند مشر محمد محقق هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې بلخاب ته لښکر کشي کړې او د خلکو کورونه یې په قرارګاوو بدل کړي دي.

محقق وايي، طالبانو د خلکو کورونو څخه په دې پلمه قرارګاوې جوړې کې چې وایي، مقاومت کوونکي پلان لري له همدې لارې د بلخاب پر مرکز برید وکړي او خلک یې د ژمي په رارسیدو سره د کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

محقق د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو څخه غوښتي چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

طالبانو څه موده وړاندې په بلخاب کې د خپل ناراضه هزاره قومندان مولوي مهدي د ځپلو لپاره پراخ بریدونه کړي دي.د دغه برید له امله د بلخاب اوسیدونکي کډه کولو ته اړ شول او پر طالبانو یې د ملکي خلکو د وژلو او ځورولو پراخ تورونه ولګول.

طالبانو په دې برید سره د مولوي مهدي ځواکونه تیت و پرک کړل او دی یې په هرات کې له ایران سره په سرحدي سیمه کې ونیوه او بیا یې وواژه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه