کندهار کې د‌ اوبو يو چېک‌ډېم ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ په اخترزو کلي کې د خوړو نړيوال پروګرام په مالي ملاتړ د اوبو د یوه چېک‌ډېم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

کندهار کې د طالبانو د کليو بيارغونې او پراختيا ریيس ملا عبدالجبار حکمت وايي، د ياد چېک‌ډېم چارې د خوړو نړيوال پروګرام په مالي ملاتړ او د مهاجرينو موسېسې په تخنيکي همکارۍ څو مياشتې وړاندې پېل شوې وې او پرون (چهارشنبه، ۴ د لړم) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړی زياتوي، پر دغه چېک ډېم يولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې پر یو وخت د ۴۵۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

د ده په خبره، له دې وروسته به د دې بند له اوبو څخه ۳۹۸ کورنۍ په مستقيمه او ۲۷۸۶ کورنۍ په غير مستقيمه توګه ګټه پورته کوي.

هغه وایي، چې اوس مهال د کندهار په بېلابېلو برخو کې د څو اداراتو له لوري د اوبو د چېک ډېمونو چاري روانې دي ،چې بشپړیدو سره به يې ډېر شمېر کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو زمينه برابره شي.

ياده دې وي چې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ يو له هغو ولسواليو څخه شمېرل کېږي چې ډېر شمېر اوسېدونکي يې پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه