خوست کې د ناروې هیواد په مالي ملاتړ له ۴۰۰۰ ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې

اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او ۷ ولسوالیو کې له ۴۳۶۱ ډېرو کونډو او نورو اړمنو ښځو ته د NAC موسېسې له لوري د باغدارۍ او چرګانو فارمونو برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د مسوولینو په وینا یادې موسېسې همدا کاري فرصتونه د مرکز ترڅنګ په صبریو، علیشېر، باک، موسی خېل قلندر او نادر شاه کوټ ولسوالیو کې برابر کړي، چې له مخې یې دغه اړمنې کورنۍ له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیا پوره کوي.

په خوست ولایت کې د ناروې کمېټې ولایتي مسوول الف جان خیالزي ویلي په د دوی د اصولو له مخې په هرې ولسوالۍ کې ۵۰۰ کوڼدې یا اړمنې ښځې شاملې دي چې د باغدارۍ په برخه کې ورته کرنیز وسایل او تخمونه هم ورکول کیږي.

د نوموړي په وینا چې له دې ډلې یې بیا ځینو ته د چرګو فارمونه ویشي او هماغه کورنۍ ورڅخه د هګیو له خرڅلاو وروسته خپل اقتصادي مشکلات حل کوي.

په همدې حال کې بیا په دغه ولایت کې اړمنې ښځې دوی ته د کاري زمینې له برابرېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې اوس یې تر ډېره اقتصادي اړتیاوې پوره شوې دي.

د متون یوې اوسېدونکې نور بي بي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې نموړې ته یې د چرګانو د روزنې فارم جوړ کړی چې له دې لارې په بازار کې هګۍ خرڅوي او پیسې تر لاسه کوي.

نوموړې وویل: «مونږ ډېرې خوشحاله یو، پخوا ما د خپلو یتیم بچیانو لپاره د وچې ډوډۍ وس نه لره د خدای شکر دی چې اوس چرګې ساتم او هګۍ په بازار کې په ۱۲ افغانۍ خرڅوم چې هم مې اوړه، غوړي او د هلکانو ټول مصارف مې پرې پوره کیږي.»

واک ته د طالبانو له رسېدو او په هیواد د اقتصادي بحران د راتلو له وجې اوس مهال په ګڼو ولایتونو کې د نورو وګړو ترڅنګ په زیاته کچه ښځو هم سوال کولو ته مخه کړې او له دې لارې ورځنۍ نفقه پیدا کوي.

که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکو هیواد کې د اقتصادي ستونزو د حل ژمنه کړې خو د تېر یو نیم کال په تېرېدو وضعیت د سمون پر ځای مخ په خرابېدو روان دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه