پکتیکا کې د داخلي بې ځایه شویو او وزیرستاني کډوالو نامعلوم برخلیک

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: پکتیکا ولایت کې داخلي بې ځایه شوي او وزیرستاني کډوال د ژمي په رارسیدو سره د نامعلوم برخلیک سره مخ دي او خورا ستونزمن ژوند تیروي.

په دغه ولایت کې د زلزلې، سېلابونو او په تېر کې د جګړو له امله د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته له لېرې پرتو ولسوالیو لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي چې د ژمي په راتګ له ګڼو ستونزو سره مخ کېدونکي دي.

د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو راکډه شوې کورنۍ وايي، هوا سړه شوې خو د طالبانو حکومت او اړونده نړیوالو موسېساتو یې تر اوسه ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې.

د دوی په خبره چې د سرپناه نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله یې ماشومان په بېلابېلو نارغیو اخته شوي دي.

د پکتیکا له سروضې ولسوالۍ مرکز ښرنې ته را کوچېدلی نور جمال اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د جګړو له امله مرکز ښرنې ته پناه راوړې خو د هغه په خبره چې دلته هم په بې سرپناه حالت کې ژوند کوي.  

نوموړی د طالبانو له حکومت او اړونده نړیوالو همکاره ادارو غوښتنه کوي تر څو د ژمي لپاره ورسره د سرپناه او خوراکي توکو مرسته وکړي.

هغه وویل: «مونږ دلته له سروضې ولسوالۍ راغلي یو، خو مجبوره و ځکه زمونږ په سیمه کې جګړه وه او هلته ژوند هم خورا ستونزمن و. اوس خو امن راغلی خو هلته زما کور نړېدلی او د جوړېدو توان یې هم نه لرم نو مجبور یم دلته ژوند وکړم. نا مرسته له کومه شي تر اوسه په تېر یوه کال له ما سره یوازې یوه بوجۍ د اوړو همکاري شوې.»

د داخلي بې ځایه شویو لپاره جوړ شوی کمپ. انځور: د پکتیکا د کډوالو ریاست

ښرنې ته له ګیان ولسوالۍ هم د زلزلو پر مهال ګڼې کورنۍ راکډه شوي او بشري مرستو ته سترګې په لاره دي.

د دغې ولسوالۍ یوه بې ځایه شوي امیر خان چې د ۱۳ تنو سرپرستي هم ور له غاړې ده له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د تېرو زلزلو پر مهال یې کور ویجاړ شوی او په سیمه کې یې د جوړېدونکو کورونو په لیست کې هم چا نه دی نیولی.

هغه زیاتوي چې اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، له طالبانو غوښتنه کوي چې د نوموړي لاسنوی وکړي او د سرپناه غم یې وخوري.

امیر خان وویل: «شپږ میاشتې مې دلته پوره کیږي چې له ګیان ولسوالۍ راکډه شوی یم، هلته زما د کور چتونه راوغورځېدل او تر لاندې وسایل هم تخریب شول، بیا مجبور شوم چې ښرنې ته کډه را وکم. دلته په مشکل کې یم او اقتصادي ستونزې مې ځوروي. د جوړېدونکو کورونو په لېست کې یې هم نه یم نیولی او هغه کسان یې نیولي چې له طالبانو سره یې ښیې اړیکې درلودې.»

له داخلي بېځایه شویو ور هاخوا بیا د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته له ګاونډي پاکستان څخه راغلي کډوال په خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي.

دغې ولسوالۍ ته راغلي وزیرستاني کډوال وايي، ستونزې یې مخ په ډېرېدو دي خو د لاسنیوي لپاره یې تر اوسه چا غږ نه دی اورېدلی.

د پکتیکا د غرونو په لمن کې د وزیرستاني کډوالو یو بڼډغاړی. انځور: ټولنیزې رسنۍ

دوی غوښتنه کوي چې د سرپناه، روغتیا او پوهنې برخو کې دې ورته نړیوال موسېسات اسانتیاوې برابرې کړي.

د وزیرستاني کډوالو له ډلې یې د وفادار په نوم یوه ځايي اوسېدونکي په ټلیفوني خبرو کې اطلاعات روز ته وویل، چې په سیمه کې پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

هغه غوښتنه وکړه چې طالبان او نور هغه موسېسات چې د کډوالو برخه کې مرستې کوي له دوی سره دې د ژمي په مخ د سرپناه، خوړو او سون توکو برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل: «مونږ له تېرو څو میاشتو راهیسې دلته برمل ولسوالۍ کې دېره شوي یو، دلته یې زمونږ سروې کړې خو تر اوسه راسره مرسته نه ده شوې. مونږ غوښتنه کوو چې هوا سړه شوې او باید نړیوال خیریه بنسټونه چې له کډوالو سره مرستې کوي دلته هم د ژمي لپاره د سون توکي، خواړه او د اوسېدو امکانات راکړي.»

د وزیرستاني کډوالو خیمې چې د جګړې له امله یې پکتیکا ته پناه راوړې ده. انځور: ټولنیزې رسنۍ

د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۳۰۰۰ وزیرستانۍ کورنۍ پکتیکا ولایت ته راکډه شوي او د غرونو په لمنو کې استوګن دي.

و مو غوښتل چې په دې اړه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د ولایتي ادارې د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو خو هغوی له دوه ورځو انتظار وروسته هم مونږ ته ځواب رانکړ، څه موده وړاندې د دغه ولایت د والي په مشرۍ په اداري ناسته کې داخلي او وزیرستاني کډوالو ته د مرستو رسولو همغږي کړې وه.

په پکتیکا ولایت کې بېځایه شوي او اړمن خلک د طالبانو په ولایتي مسوولینو نیوکه کوي، چې د بشري مرستو په ویش برخه کې اړیکې پالي او کېدونکې مرستې د طالبانو کورنیو ته ځانګړې کوي.

که څه هم په دغه ولایت کې په اوسط ډول هره ورځ لسګونه کورنیو ته د نړیوالو موسېساتو له لوري خوراکي توکي وېشل کیږي خو د انډوله ویش له امله یې د اړمنو خلکو زیاته برخه لاهم محرومه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه