اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې زرګونه کسانو ته د بیا رغونې په برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده.
ارزګان کې د ADA موسېسې مسوولین چې د کار په بدل کې خلکو ته د مرستو رسولو تخنیکي چارې پرمخ وړي وایي، دوی هغه کسان چې بې وزله او بې دندو دي په کار ګماري او بدل کې یې د میاشتې ۸۵۰۰ افغانۍ ورکوي.
د یادې موسېسې مسول محمدنعيم مومند په خبره د دې پروګرام څخه يې موخه دا ده ترڅو خلک له له بې وزلۍ او بل کس ته د لاس غځولو څخه خلاص شي.
نموړی زیاتوي، د کار په بدل کې د نغدو پیسو ورکولو پروګرام له لارې یې تر دې دمه ۱۸۹۷ کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره پیسې ورکړي چې د کانالونو په پاکولو او استنادي دیوالونو رغیدو برخه کې یې کار کړی او په همدې ترتیب ۲۸۱۲ کسان دم ګرۍ په مرکز ترینکوټ، ګیزاب او دهراوود ولسوالیو کې په بېلابېلو پروژو کې په کار بوخت دي.
په ورته وخت کې دارزګان ولايتي مسولين د دغه ډول پروژو د پلي کولو هرکلی کوي او زياتوي چې په ټول توان به د موسېساتو د کار دښه کولو په برخه کې همکاري وکړي.
د ارزګان لپاره د طالبانو والي مولوي علي جان احمد وايي، چې په دي ورستيو کې سيلابونو خلکو ته زيات زيانونه اړولي او باید موسېسات د خلکوپه خوښه کار وکړي.
د سيمې خلک د دغه ډول پروژو هرکلی کوي او زياتوي چې د WFP په ملاتړ يې د کار په بدل کې د مرستو ورکولو پرګرام د نورو په پرتله ګټور دی او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې هم دغه ډول پرګرامونه پلي کړي.
