اطلاعات روز: د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د هاوان يوې ناچاوده سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
پکتيا ولايت کې د طالبانو له امنيې قومندانۍ څخه نن (شنبه، ۳۰ د تلې) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د ځاځي اريوب ولسوالۍ اړوند په «مري خېلو» سيمه کې رامنځته شوې او ويل شوي چې يادو ماشومانو د هاوان سرګلولې ته اور ته اچولی، چې وروسته يې پرې چاودنه کړې.
د پکتيا په حوزوي روغتون کې يوې ځايي سرچينې په دغه پېښه کې د يو ټپي ماشوم روغتيايي وضعيت د اندیښنې وړ وباله.
له دې څو اونۍ وړاندې د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې هم د يوې ناچاوده مرمۍ په چاودنه کې پنځه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د تېرو جګړو له امله پاتې شوي ناچاوده توکو د هيواد په ګڼو ولایتونو کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
