اطلاعات روز: بدخشان کې ځایي سرچينې وايي، طالبانو د «مقاومت جبهې» اته غړي له نيول کیدو وروسته په ډزو وژلي دي.
یو شمیر سیمه ییزو سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو د پخواني قومندان عبدالحميد مجاهد په ګډون دغه اته کسان پرون (جمعه، ۲۹ د تلې) د ميامي ولسوالۍ په «تنګشو» سيمه کې د جګړې پر مهال نيول شوي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې طالبانو د چورلکې څخه کار اخيستى دى.
خو سرچينې زياته کړه، چې عبدالحمید مجاهد د مهماتو د خلاصون وروسته د طالبانو له لوري نیول شوی دی. مجاهد څه موده وړاندې له لسګونه نفرو سره یوځای له طالبانو جلا او د «مقاومت جبهې» سره یو ځای شوی و.
یوې سرچینې وویل، چې دغه بندیان د بدخشان د والي مولوي امان الدین منصور په امر ویشتل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پرونۍ جګړه کې ١٢ طالبان هم وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بدخشان د والي په توګه د مولوي امان الدین منصور له ټاکل کېدو سره په دغه ولایت کې د طالبانو او «مقاومت جبهې» ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
سرچینې ادعا کوي چې طالبان د «مقاومت جبهې» د ځپلو لپاره له بهرنیو جنګیالیو کار اخلي.
