اطلاعات روز: ارزګان چې د هېواد په سویل کې پروت ولايت دی شاوخوا ۸۷ سلنه خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپل روزګار چلوي. دوی وایي، که د کوکنارو بدیل ورته پیدا نه شي د سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.
پر افغانستان د طالبان بیا ځلي واکمنۍ وروسته د دغې ډلې مشر ملا هبت الله د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو په کښت او کاروبار بندیز ولګوه.
د ارزګان خلک وایي، د کوکنارو په کښت او کاروبار بندیز وروسته یې اقتصادي وضعیت خراب شوی او زیاتوي که طالبان ورته د کوکنارو بدیل کښت پیدا نه کړي نو ستونزې به یې نورې هم ډیرې شي.
محمدحسن چې د ارزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ اوسيدونکی دی او هر کال به يې پر خپله پنځه جريبه ځمکه کوکنار کرل، سږکال یې د طالبانو له بندیز وروسته د کوکنارو پر ځای کنجد کرلي، چې په خبره یې دغه کښت ورته د کوکنارو په اندازه پیسې نه کوي.
هغه وايي، که د کوکنارو بديل ورته پيدا نه شي اقتصادي ستونزې به يې نورې هم زياتې شي او د خپلې کورنۍ د غړو لپاره به له ځمکې څخه په هغه اندازه چې اړتيا ده د خوراکي موادو ترلاسه کول سخت وي.

د هغه په خبره: «ما سږکال په خپله ځمکه کونجتې کرلي دانې مې ورڅخه جلا کړي يو خو يې دلته مارکيټ او تجارت نشته چې په سم نرخ يې راڅخه واخلي بله ستونزه دا ده چې قيمت يې ټيټ دی يا بايد موږ ته د کوکنارو کښت ته اجازه راکول شي اویا هم موږ ته داسې يو کښت پیداشي چې د کوکنارو ځای ونيسي.»
حميدالله بل هغه کروندګر دی چې سږکال يې په خپله ځمکه د کوکنارو پرځای بارتنګ کرلي دي.
هغه وايي، د بارتنګو په پالنه او روزنه په سمه توګه نه پوهيده او ټول په ځمکه ورڅخه توی شول.
نوموړي زياته کړه، چې پخوا به يې په خپل دغه ځمکه د کوکنارو کښت کوه او د کښت رسيدو وروسته به يې ټول هغه قرضونه چې د خپلې کورنۍ د غړو د ګيډې مړولو لپاره کړي وو له همدې کوکنارو له کښت څخه ادا کول خو په خبره يې چې اوس انديښنه لري چې پر دغه ځمکه کرل شوی کښت به ورته مناسب عاید برابر نه کړي.
هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په کرنيزه برخه کې دې له دوی سره مرستې وکړي او د کوکنارو بدیل دې ورته پيداکړي.
دی وايي: «بارتنګ مې سږکال په ځمکه کې کرلي ولاکه یې په یوه پوهيدم کله چې حاصل ته ورسيدل ټول پر ځمکه راتوی شول پخوا به مې دلته تارياک کرل ګټه يې دا وه چې ۵ يا ۶ مياشتې به يې په روزنه بوخت وم هم به له بيروزګارۍ څخه خلاص وم او هم به چې کله کوکنار کښت ته ورسيدل بیا به مې دومره پيسې برابرې کړي چې د ښار د دوکاندارانو پورونه به مې ورباندې خلاص کړل خو اوس مې حالات بيخي خراب دي نه څوک پور راکوي او نه دا نور کښتونه پیسې کوي.»

په ورته وخت کې په کرنيزه برخه کې پوهان هم په ورته نظر دي او زياتوي چې که طالبان د خلکو اقتصادي وضعيت ته پاملرنه ونه کړي په افغانستان کې به يو اقتصادي بحران رامنځته شي.
د کرنيزو چارو پوه انجينر شمس الله الهام وايي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بنديدو سره خلک نور هم له خراب اقتصادي حالت سره مخ شوي دي او طالبان باید يا له کروندګرو سره مرستې وکړي او ياهم د کوکنارو دکښت بديل ورته پیداکړي.
نوموړی وايي، که طالبانو د کروندګرو دغه ستونزو ته پام ونه کړي لېرې نه ده چې د جنايي پيښو کچه په زيات لوړه شي.
هغه وايي د افغانستان کروندګر له يوې خوا څخه مسلکي نه دي روزل شوي او له بل پلوه د کرنې په برخه کې له وسايلو څخه بې برخې دي.
نوموړي زياته کړه:«دلته اصلاح شوي تخمونه نشته په سمه ډول کروندګر نه دي روزل شوي اوس د خلکو اقتصادي حالت ډير خراب دی کله چې يو حکومت کوم څه بندوي په بدل کې بیا بديل ورته پیداکوي خو طالبانو داسي ونه کړل د کوکنارو په بنديدو سره به په افغانستان کې لا د فقر کچه لوړه شي او طالبان باید د کوکنارو بديل پیداکړي کنه دلته به جنايي جرمونه نور هم زيات شي.»

دغه راز طالب مسوولين وايي، د کوکنارو د کښت بديل هڅې يې روانې کړې دي.
په ارزګان ولايت کې د طالبانو د کرنې اومالدارۍ رياست د اطلاعات مشر قدرت الله حميدي له کروندګرو او ځمکه لرونکو غوښتنه کوي چې په خپلو ځمکو کې دې حلال کښتونه وکري.
هغه وايي، د حلالو کښتونو د بازار موندنې په برخه کې دوی ډيرې هڅې کړي او په راتلونکي کې به هم داسې اصلاح شوي تخمونه کروندګرو ته په واک کې ورکړي چې پر کر کيلې يې بنديز نه وي لګول شوی.
هغه وايي: «موږ له کروندګرو غوښتنه کوو چې په خپلو ځمکو کې حلال کښتونه وکري بل دا چې موږ د حلالو کښتونو لپاره په بازار موندنه بوخت يو او موږ به د کرنې په برخه کې لاهم ډير د کروندګرو سره مرستې وکړو.»
په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په بنديدو سره د تارياکو قيمتونه نږدي څو برابره لوړ شوي دي.
په تيرو وختونو کې د هېواد په جنوبي ولايتونو په خاص ډول په ارزګان ولايت کې د يوه کيلو تارياکو د شيرې قيمت ۸ زره افغانۍ وو، خو په دې ورځو کې یې قیمتونه تر ۳۳ زره او ۵۰۰ افغانیو پورې رسیدلی دی.
طالبانو داسې مهال په ټول هیواد کې د کوکنارو په کرکیله بندیز لګولی چې د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو په وینا واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په ټول افغانستان کې تر ۲۰ میلیونه زیات وګړي د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي او د ژمي راتګ مخکې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
