اطلاعات روز: پکتیا کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ۸۰ موټر چلوونکي غلو لوټ کړي دي.
یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې غلو د سید کرم ولسوالۍ په «عملګۍ» سیمه کې له ۸۰ ډریورانو پیسې او نور وسایل اخیستي او وروسته یې ورته د تګ اجازه ورکړې ده.
سرچینه زیاتوی، چې دغه پیښه د تېرې شنبې (۲۳ د تلې) په شپه رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره، له دې پېښې یو ورځ وړاندې هم د مرکز اړوند نستي کوټ سیمه کې د غلو یوه ډله لویې لارې ته راوتلې وه او پر دغه لار تلوونکي کسان یې لوټ کړي و.
د دغو پېښو په اړه په پکتیا ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عمر بدري ویلي، چې د نستي کوټ په سیمه کې یې د غلو هغه ډله نیولې چې د غلا په موخه به د شپې پر مهال لویې لارې ته راوتل.
بدري زیاته کړې، چې د ګردېز ـ پټان ترمنځ پر غځېدلې لویه لار د عملګۍ په سیمه کې به نږدې وخت کې امنیتي پوستې جوړې کړي چې ورسره به د امنیتي او غلاوو پېښې راکمې شي.
که څه هم نوموړي د ۸۰ موټر چلوونکو د لوټ کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو په دغه پېښه کې یې د ښکېلو کسانو د نیولو ډاډ ورکړی.
په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت په ځینو سیمو کې د غلا او جنايي پېښو د ډېرېدو له کبله خلک اندېښمن دي او د پخوا په څېر نه شي کولی چې له مرکز ولسوالیو ته د شپې پر مهال تګ راتګ وکړي.
