طالبانو د ارزګان کتاب پلورنځیو کې د غیر اسلامي کتابونو لټه پېل کړې

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: طالبانو د ارزګان د ټولو کتاب پلورنځیو څخه د غیر اسلامي او فرهنګي کتابونو د راټولولو کمپاین پېل کړی دی.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست د اطلاعاتو او ګرځندويه امر شرف الدين ساجد وايي، چې دوی د ترينکوټ ښار له ټولو کتاب پلورنځيو څخه نظارت کوي اوټولې هغه نسخي او ليکل شوي کتابونه چې د اسلام دين او افغاني کلتور خلاف وي راټولوي او له منځه یې وړي.

نوموړی زياتوي: «موږ په دې کتابخانو کې ګورو چې زموږ د کلتور او مذهب خلاف کتابونه پیدا کړو، بله موضوع دا ده چې موږ معلومات وکړه هغه دا چې دلته  هیڅ کتاب پلورنځی د اطلاعاتو او کلتور وزارت جواز نه لری.»

په ورته وخت کې د کتاب پلورنځیو مسوولین او عام خلک د دغه کمپاین هرکلی کوي او وایي، چې د کتاب پلورنځیو څخه دې ټول غیر اسلامي کتابونه ټول شي.

دغه راز ليکوالان بیا وايي، د دي کار په ترسره کيدو سره به مطالعی ته د خلکو لاسرسی سخت شي.

يو تن ليکوال محمدطاهر د دغه کمپاین د پیل پر وخت وويلو چې طالبانو ته په کار ده چې د دغه ډول کتاب پلورنځیو څخه د ليدنې لپاره يوه داسې کميټه جوړه کړي چې هر اړخيزه وي او د کتابونو او نورو ليکل شوو نسخو څيړنه او تحقيق په ښه ډول وکړي.

هغه وايي د طالبانو لخوا د دغه کړونو په ترسره کيدو سره به خلک له زده کړو نور هم محروم پاتې شي او پراخې مطالعې ته به لاسرسی نه لري.

د ده په خبره :« زه فکر نه کوم چې ارزګان ولايت کې دې داسې ليکنې او کتابونه وي چې د مذهب خلاف وي ځکه د ارزګان خلک يو ډير مذهبي او کلتوري خلک دي په دغه ډول کړنو سره به لاهم ليک لوست څخه د خلکو فاصله زياته شي راځئ کتاب خانې جوړې کړو که هغه جواز ولري که يې ونه لري موږ به خلکو ته کتابونه په لاس کې ورکړو.»

واکه ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هیواد کې د کتاب او مطالعې سره د ځوانانو مینه کمه شوې او د کابل په ګډون ډیری ولایتونو کې یو شمیر کتاب پلورنځي تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه