د ارزګان خلک په خپل شخصي لګښت د ارزګان-کندهار سړک رغوي

اطلاعات روز: د ارزګان-کندهار لار چې په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو له امله نه ده جوړ شوې اوس د دغه ولایت یو شمیر خلکو هوډ کړی چې په خپل شخصي لګښت به یاد سړک رغوي.

د ارزګان-کندهار لويه لار چې ۱۷۳ کيلومتره اوږدوالي لري او هره ورځ پر دغه لار لسکونه لوی او واړه موټر په ډیرو ستونزو سره تګ راتګ کوي.

تازه د دغه ولایت ملي تجارانو او عامو خلکو د یادې لارې د جوړیدو لپاره مټې رانغاړلي او غواړي د ژمي راتګ مخکې خپل سړک جغل اندازي کړي.

د دغه سړک د جوړولو مشرې يو تن ملي تجار حاجي بورجان ذهين کوي دی وايي، چې له تيرو څو ورځو راهیسې يې د دغې مهمي لارې د رغيدو چارې په خپل شخصي لګښت د موټرچلونکو او عامو خلکو سره په ګډه پېل کړې دي.

نوموړی وايي، په لومړي پړاو کې به هغه ۲۰ کيلومتره سړک جغل اندازي کړي چې موټرچلونکو او تلونکو مسافرو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه:« :«موږ تصميم لرو چې ترپاخه سړکه پورې د ولسونو په همکارۍ دغه سړک جوړ کړو موږخپله د چا څخه مرسته نه ده غوښتې خو بس کور يې ودان څوک تيل راوړي څوک موټر راولي خو زموږ غږ پر خپلو مشرانو دی چې مرکزې حکومت دې ته اړ کړي چې دغې لارې ته پاملرنه وکړي اوس موږ دغه لاره يوازې جغل اندازې کوو.»

هغه موټر چلونکي کې پر ياده لار هره ورځ تګ راتګ کوي د لارې رغيدو څخه خوښ دي خو په خبره يې چې دغه ډول رغول به يوازې د څه مودې لپاره ستونزې حل کړي خو زیاتوي، چې حکومت باید یاده لار په اساسي ډول ورغوي.

هغوی وايي، د لارې کنډو کپر له امله هم په ارزګان کې د خوراکي توکو بيې لوړې دي او هم د دغې لارې کرايه زياته ده.

مدني فعالان او عام خلک بیا پر طالبانو نيوکه کوي چې د دغې لارې رغيدو ته يې هيڅ پاملرنه نه ده کړې او ویجاړه پاتې ده.

هغوی زیاتوي، هغه ناروغان چې له ارزګان څخه کندهار ته د درملنې په موخه وړل کېږي زيات وخت د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

دوی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې یاده لار دې په اساسي ډول ورغوي.

ورته مهال ارزګان ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم دغه لار مهمه ګڼې او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به يې په اساسي ډول د رغيدو چاري پیل شي.

دارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات اوکلتور ریيس قاري اغاولي قريشي وايي، چې د ولايت په کچه د طالبانو مشرانو دارزګان کندهار ترمنځ د لويي لارې د رغيدو په هدف له مرکز سره خبرې کړي او ژر به یې کار پېل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د دغې لارې د جوړيدو لپاره خلکو غوښتنې کړي او څو ځله يې د لارې د رغيدو لپاره اعتراضونه هم ترسره کړي، خو چا یې غږ نه دی اوریدلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه