اطلاعات روز: که څه هم د طالبانو حکومت په لویه کچه له نشه يي توکو پرضد د کلکې مبارزې اعلان کړی او ویلي یې دي چې سږکال په ټول هیواد کې په یو جریب ځمکه هم نشه يي بوټي نه دي کرل شوي، خو پکتیا د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې په پراخه کچه پکې چرس کرل شوي دي.
ځاځي اریوب، احمدخېل، میرزکه، سیدکرم او د مرکز اړوند ابدکی هغه سیمې دي چې د دغه ولایت کروندګرو پکې اوس مهال په لسګونه جریبه ځمکه چرس کرلي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معين عبدالحق همكار څه موده وړاندې ملت ته د حساب ورکولو په یوه خبري ناسته کې ویلي و، چې دوی د خپل آمر د فرمان عملي کېدو لپاره کلکه مبارزه پیل کړې او په هماغه مهال یې هیواد کې د نشه يي توکو د کرکیلې د صفر کېدو ادعا هم کړې وه.
د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د علي خېلو سیمې یو بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره مجبور شو چې په خپلو کرنیزو ځمکو د چرسو بوټي وکري.

د هغه په وینا چې د طالبانو حکومت یې د بدیل لپاره تر اوسه اصلاح شوي تخمونه هم نه دي ورکړي.
نوموړی وايي: «ما سږکال په پنځو پټیو چرس کرلي دي او دا کار مې پخوا هم تر سره کاوه په دې مونږ پوهېږو چې د چرسو کرل او کاروبار یې حرام دی خو د اقتصادي ستونزو له امله مجبور یو چې دا کار وکړو، بله مسله دا ده چې طالبان وايي مونږ اجازه نه ورکوو خو بیا دې په بدل کې مونږ ته تخمونه راکړي هغه کار ته هم نه دي حاضر.»
د دغې ولسوالۍ د ګل خونډۍ سیمې اوسېدونکو هم د تېرو کلونو په څېر په پراخه کچه چرس کرلي او د حاصلاتو راټولېدو ته یې وخت نږدې شوی.
د سیمې یو اوسېدونکی میرزمان وايي، چې له دې طریقه د پخوا په ډول طالبانو ته د عشر په نوم پیسې هم ورکوو.
هغه زیاتوي چې تر اوسه یې سیمې ته د چرسو مخنیوي لپاره کوم امنیتي ارګان نه دی ورغلی او نه هم ورسره د حکومت له لوري غبرګون ښودل شوی دی.
زمان زیاته کړه چې د چرسو کرل په ځاځي اریوب او نورو سیمو کې د خلکو د کرنې یوه برخه ده او که مخه یې ونیول شي نو خلک به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

هغه وايي: «دلته مونږ په ګل غونډۍ سیمه کې چرس کرلي، د مخنیوي لپاره یې تر اوسه څوک نه دي راغلي او مونږ پخوا طالبانو ته د چرسو له پیسو د عشر په ډول خپله برخه هم ځانګړې کوله او بله مسله دا ده چې چرس کرل او کاروبار یې زمونږ د خلکو مهم مصروفیت او د اقتصادي ستونزو هواري یو منبع ده.»
له ځاځي اریوب وروسته د دې ولسوالۍ په ګاونډ احمدخېلو کې هم کروندګر د چرسو کاروبار کوي او له دې لارې پیسې تر لاسه کوي.
د روف خان په نوم د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي بیا د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې د چرسو او نورو نشه يي بوټو د کر مخنیوي لپاره دې له بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وکړي.
د هغه په خبره چې تر اوسه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هیڅ ادارې د بزګرانو لاسنیوی نه دی کړی.

روف خان وايي: «دلته زمونږ د ټولنې اقتصاد په کرنه ولاړ دی په تېره بیا د لېرې پرتو ولسوالیو د اوسېدونکو، دوی چرس له دې وجې کري چې د غنمو د تخمونو د اخیستلو توان نه لري او نه هم کوم موسېسې یا زراعت ریاست له دوی سره د غنمو یا نورو توکو مرسته کړې ده. دا خلک نور کاروبار نه لري او د چرسو په پیسو کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.»
د پکتیا ولایت یو تن قومي مشر حاجي نور محمد بیا په دغه ولایت کې د هغو سیمو یادونه وکړه چې اوس مهال پکې د چرسو بوټي کرل شوي دي.
هغه وايي، د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو، د سیدکرم، احمدخېل، میرزکه، ځاځي اریوب او ځینو نورو سیمو کې سږ کال په لسګونه جریبه ځمکه دغه بوټی کرل شوی چې د هغه په وینا خورا ښه حاصل یې ورکړي دي.
نوموړی که څه هم د چرسو کاروبار ښه نه ګڼي خو د مخنیوي لپاره یې بزګرانو د بدیلې لارې د پیدا کېدو غوښتنه کوي او وايي: «دلته په ګڼو سیمو دغه حرام بوټی کرل شوی لکه څنګه یې چې ما یادونه وکړه خو زه دا وایم چې د دې حرام کښت د مخنیوي لپاره دې طالبان منظم پلان جوړ کړي داسې نه چې د چرسو د له منځه وړلو لپاره یې مټې رابډ وهلې وي خو بدیل کې یې بزګرانو ته هیڅ نه ورکوي.»
و مو غوښتل چې په دې اړه د پکتیا ولایت د امنیې قومندانۍ د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی په دې اړه زمونږ پیغامونو ته ځواب و نه ویلو.

د معلوماتو له مخې پکتیا د سویل ختیځ زون یواځینی هغه ولایت دی چې په پراخه کچه پکې د چرسو بوټي کرل کیږي او د دغه بوټي د کښت او کاروبار مخنیوي لپاره په تېر نظام کې هم د اړونده ادارو له لوري مبارزه وشوه خو په مخنیوي یې بریالي نه شول.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده څه موده وړاندې د خپل حکومت اړونده ادارو ته د یو فرمان له مخې سپارښتنه وکړه چې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره کلکه مبارزه وکړي خو پکتیا ته په کتو شاید په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د نشه يي بوټو کښت او کاروبار شتون ولري.
