د پکتیکا مرکز اوسېدونکي: ښاروالۍ د خوراکي او سون توکو د بیو کنټرول کې پاتې راغلې

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اوسېدونکي نیوکه کوي چې په دغه ولایت کې لاهم هټۍ وال خوراکي او د سون توکي په لوړه بیه پلوري او ښاروالۍ یې په کنټرول کې پاتې بولي.

د دوی په خبره چې له روسیې سره د طالبانو د حکومت له لوري د تېلو، ګازو او غنمو برخه کې له تړون وروسته په نورو ولایتونو کې د یادو توکو بیې ښکته شوي خو پکتیکا کې لاهم په پخوانۍ بیه توکي پلورل کیږي.

د ښرنې یو تن اوسېدونکي نور شاه اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له روسیې سره د قرارداد وړاندې د یوه کیلو ګازو بیه ۹۰ افغانۍ وه، خو دغه بیه لاهم په هماغه ځای ده او کوم تغیر پکې نه دی راغلی.

نوموړي زیاته کړه چې له روسیې سره په دې برخه کې له شوي سوداګریز تړون وروسته په نورو ولایتونو کې د سون او خوراکي توکو بیې د پام وړ راښکته شوې دي.

هغه وویل: «دلته د ښرنې ښاروالۍ د نه پام له وجې مونږ اوس هم په هماغه لوړه بیه توکي رانیسو، ولې په نورو ولایتونو کې بیا دغه بیې ۲۰ سلنه راښکته شوې دي. ما چې پخوا ګاز، تېل او نورو توکي اخیستل اوس هم هماغه اندازه پیسې پرې ورکوم. غوښتنه مې له ښاروالۍ ریاست څخه دا ده چې د دې بیو کنټرول وکړي او په هټۍ والو فشار راوړي تر څو د نورو ولایتونو په څېر دلته هم بیې راښکته کړي.»

د پکتیکا ولایت یو بل اوسېدونکي جمال الدین اخلاص بیا د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو غوښتنه کوي چې د بیو کنټرول لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي، د هغه په وینا د پکتیکا ولایت هټۍ وال د بیو لوړېدو ته تکړه دي خو بیرته چې قیمتونه په نورو ښارونو کې رالویږي نو د دغه ولایت هټۍ وال یې د ښکته کېدو برخه کې ناغیړي کوي.

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښاروالۍ ریاست طالب مسوولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هټۍ والو د سون او خوراکي توکو د بیو ټیټېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د نرخونو کنټرول لپاره یې د ولایت، امنیې قومندانۍ او ځنیو نورو ادارو په شتون کې ګډ کمیسیون هم ټاکلی او په ښار کې د نرخونو کنټرول دنده په غاړه لري.

د طالبانو حکومت څه موده وړاندې له روسیې هیواد سره د یو میلیون ټنه خوراکي او سون توکو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې افغانستان ته واردوي چې له دې تړون وروسته په پلازمینه کابل او ځینو نورو ښارونو کې د توکو بیې یوه اندازه را ولوېدې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه