ارزګان کې د دوو قومونو ترمنځ ۴۱ کلنه دښمنۍ په دوستۍ بدله شوه

اطلاعات روز: ارزګان کې د دینې عالمانو په منځګړتوب د دوو کلونو خبرو اترو وروسته د دوو قومونو ترمنځ ۴۱ کلنه دښمنۍ په دوستۍ بدله شوه.

د دغه دوو قومونو ترمنځ په تېرو ۴۱ کلونو کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې تر ۵۰۰ زيات قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړی وو، چې د دواړو قومونو مشرانو یو د بل په سر د عزت پکړۍ ور په سر کړې.

د دغه دوو قومونو مشرانو حاجي شاه محمد او حاجي عيد محمد حليمي د ټولو خلکو په شتون کې د سټيج پر سر ژمنه وکړه چې دوی يو بل ته  ټولې هغه بدۍ وربښلي چې په تيرو ۴۱ کلونو کې یې ترسره کړي دي.

حاجي شاه محمد وویل:«د نن څخه ۱۰ ورځې ترمخه زه قسم په الله په دې نيت وم چې راشم د دغه قوم د مسجد ټول خلک ووژنم خو د دغه مشرانو قومي مشران او ديني عالمانو په منځګړيتوب دغه دی د خپلو دښمنانو پر کمپله ناست يم ستاسو ټولو کور ودان کنه بخښنه زما په زړه کې نه وه قسم دې مې په الله ج وي که ما په مياشتو مياشتو خوب کړی وي بس په دې فکر کې وم چې څه به کوم او څه به نه کوم ما بې له قوله دغه کسان بښلي لکه زما د مور زامن دغه ډول مې بښلي دوی به ماته هم دغه ډول بخښه کوي.»

حاجي عيد محمد حليمي بیا زیاته کړه: «د دغې غميزې ۴۱ کاله کيږي چې دا زموږ له پلرونو موږ ته په ميراث راپاتې ده په دې کې موږ ته ډیر مړي او تاوانونه رارسیدلي، دغه قومي مشران چې ماته هرڅه ووايي زه مخ نه ور اړوم او خبره یې منم.»

د دغه دوو قومونو ترمنځ د روغې جوړې خبرو اترو دوه کاله وخت نیولی، چې ۲۵ کسانو یې منځګړیتوب کاوه.

په ورته وخت کې ديني عالمانو هم په جوړه شوې غونډه کې د دغه روغې جوړې څخه د هرکلي ترڅنګ له ټولو خلکو اوقومونو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې شخصي دښمنۍ ختمې کړي او په خپل منځ کې روغه جوړه وکړي.

په افغانستان کې د جرګو او مرکو له لارې د دښمنې په دوستۍ بدليدل يو رواج یو دود دی او ډيری وخت دغه ډول د کلونو دښمنۍ د جرګو او مرکو له لارې حل او فصل کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه