اطلاعات روز: پروان کې ځایي سرچينې د دغه ولايت جبل السراج ولسوالۍ کې د دوو طالب چارواکو تر منځ د نښتې خبر ورکوي او وايي، چې په دې نښته کې د یادې ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر وژل شوى دى.
سرچينه د جنایي جرمونو سره د مبارزې امر د قاري نجیب الله نوري په نوم یاد کړ او ویې ویل، چې دغه کس او ساتونکى يې تېره شپه (سې شنبه، ۱۹ د تلې) د جبل السراج لپاره د طالبانو د پولیسو قومندان همايون جاهد کسانو سره په کمين کې وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، په دې جګړه کې د دواړو لورو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د جبل السراج د امنيې قومندان يو ساتونکى هم ټپي شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، قاري نجيب الله نوري او همايون جاهد له پخوا راهيسې له يو بل سره دښمني درلوده.
پروان کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
