د زابل روغتیایي مرکزونه سره د ۲۰۰ قلمه طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت نهو ولسواليو روغتیایي مرکزونو ته یې د ۷ لکه او ۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۰۰ قلمه درمل او طبي تجهيزات وویشل.

د زابل لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي، د دغو درملو د لېږد لړۍ تېره ورځ (سې شنبه، ۱۹ د تلې) د يوې شفافې پروسې له لاري د زابل مرکز اړوند دوو کلينيکونو، ارغنداب، شملزو، شاجوې، دای چوپان، شهر صفا، شنکۍ، ميزانې او خاک افغان ولسواليو ته پېل شوه.

نوموړی وايي، د ژمي په رارسېدو سره د اې ايچ ډي ايس موسېسې له لوري د دې ولايت له نهو ولسواليو روغتيايي مرکزونو سره د دوه سوه قلمه درملو او طبي تجهيزات مرسته ترسره شوه، چې ارزښت یې اووه لکه پنځوس زره امریکایي ډالرو  ته رسیږي.

هغه وويل، ياد درمل او طبي تجهيزات به د راتلونکي ژمي پرمهال تر يوه بريده د لېرې پرتو ولسواليو د ناروغانو ستونزې حل کړي او پلان لري ترڅو د نورو لېرو پرتو سيمو روغیتايي مرکز ته هم درمل ولېږدوي.

د زابل د عامې روغتيا رييس زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې دوی د زابل لېرې پرتو ولسواليو ته د شپږو مياشتو لپاره په دې اندازه د اړتيا وړ روغتیایي توکي لېږدوي.

د يادونې وړ ده چې زابل يو له هغو ولايتونو څخه دی چې ډېر کله يې د ژمي پرمهال په لېرې پرتو ولسواليو کې روغتیايي مرکزونه د درملو او طبي تجهيزاتو نشتون سره مخامخ کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه