ختیځ کې د اقتصادي ستونزو له امله لسګونه خصوصي ښوونځي تړل شوي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: هیواد کې له دولتي ښوونځيو سره سره سلګونه خصوصي ښوونځي هم فعالیت کوي، چې زده کوونکو ته پکې د زده کړو سربیره زرګونه کسانو ته په بیلابیلو برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه په ختیځ کې د خصوصي ښوونځیو د اتحادې مشر رییس الحق ناصري وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره په ننګرهار، کونړ، لغمان ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله ۵۰ خصوصي ښوونځيو د افتصادي ستونزو له امله فعالیت درولی او ځینو یې خو خپل درسي وسایل په نیمایي بیه لیلام کړي دي.

ناصري زیاتوي د خصوصي ښوونځیو په تړل کیدو سره  نه یوازې سلګونه ښوونکي بې روزګاره شوي بلکې د زده کوونکو په تدریسي بهیر یې هم منفي اغیز کړی دی.

ناصري زیاتوي:«له کله راهیسې چې نوی حکومت رامنځته شوی یعنې تحول راغلی له یو کال راهیسې په ټول هیواد کې ۵۰۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي، چې له ډلې یې یوازې ۵۰ په ختیځو ولایتونو کې دي او زیاترو یې د زیاتو اقتصادي ستونزو له امله خپل وسایل په نیمایي بیه خرڅ کړي دي.»

نوموړی د خصوصي ښوونځیو د تړل کیدو عمده لامل اقتصادي ستونزې، لوړه مالیه، د بریښنا لوړ بیلونه، د ځای نشتوالی او د جوازونو په برخه کې دحکومتي ادارو له لوري ځینې ستونزې یادوي.

هغه اندیښنه لري که یې ستونزو ته رسیدګي او د حل په برخه کې اقدامات ترسره نشي، ویره شته چې پاتې ښوونځي به هم خپل فعالیت ودروي.

نوموړی وایي، خپلې ستونزې یې د طالبانو له پوهنې وزارت سره شریکې کړي خو له ژمنو سره سره یې تراوسه د حل په برخه کې هیڅ نه دي کړي.

په همدې حال کې د خصوصي ښوونځيو مالکین هم ورته شکایت کوي او وایي د ښوونځیو په تړل کیدو سره تدریسی بهیر تکنی شوی، زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

په ننګرهار کې د یو خصوصي ښوونځي مالک سید بهادر د طالبانو له حکومت  له دوی سره د مالیې، جواز اخیستو او بريښنا برخه کې د نرمۍ غوښتنه کوي.

بل خوا ختیځ میشتي وایي، چې په دې وروستیو کې د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله یې زیاتره کورنیو خپل اولادونه له خصوصي ښوونځیو ویستلي او په دولتي ښوونځيو کې یې داخل کړي دي.

سید اشرف د کونړ یو اوسیدونکی دی چې څپل درې اولادونه یې د طالبانو د حکومت په راتګ سره له خصوصي ښوونځي ویستلي او اوس کې په دغه ولایت کې په یو دولتي ښوونځي کې داخل کړي دي.

نوموړی وایي، چې په تیر یوه کال کې د ده په ګډون زیاتره خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله خپل اولادونه په خصوصي ښوونځيو کې له زده کړو بې برخې کړي دي.

هغه اندیښنه لري که حالت همداسې دوام وکړي، نو د زده کوونکو راتلوونکی به وننګوي.

لغمان کې د یو خصوصي ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکې ښکلا وایي، خراب اقتصادي وضعیت دیته اړ کړه چې خپلې زده کړې په خصوصي ښوونځي کې پریږدي.

هغه له طالب چارواکو غوښتنه کوي چې افغان نجونو ته د له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړي او هم دې افغان زده کوونکو ته د عصري زده کړو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې د نظر خاوند صادق سیلاب وایي، د هیواد خصوصي ښوونځيو مسوولین د خلکو اوسني وضیعت ته په کتو باید په داسې یوې طرحه کار پیل کړي چې له مخې یې غریبو زده کوونکو ته هم د زده کړو زمینه برابره شي.

بلخوا د پوهنې وزارت چارواکي وایي، هڅه کوي په هیواد کې د خصوصي ښوونځيو د شته ستونزو لپاره د حل لار پیدا کړي.

له دې وړاندې ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادې ویلي و، چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله په روان یوه کال کې خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسېسو څخه کابو پنځوس سلنه محصلینو خپلې زده کړې پریښي چې زیاته برخه کې نجونې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه