ننګرهار کې د ناکامورا په نوم څلی جوړ شو

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار بهسودو پله ته څیرمه د تتسو ناکامورا په نوم د جوړ شوي څلي پرانیسته وشوه.

نن (سې‌شنبه، ۱۹ د تلې) د دغه څلي د پرانیستې پرمهال د جلال اباد ښاروالۍ تخنېکي او سکتوري چارو رییس دوست محمد چهاردیوال رسنیو ته وویل، چې د یاد څلي له جوړیدو یې موخه د جاپاني انجینر تتسو ناکامورا له لوري په دغه ولایت کې د ترسره شویو خدمتونو درناوی دی.

چهاردیوال زیاته کړه: «د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د تتسو ناکامورا په یاد د جوړ شوي څلې چارې نن بشپړې شوې او ټول لګښت پرې ۴.۹ میلیونه افغانۍ راغلی او بودیجه یې د ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول شوې ده؛ د څلي له جوړیدو موخه د ناکامورا یاد ساتل او د هغه ترسره شویو کارونو ته درناوی دی او دی به تل د افغانانو په یاد وي او هیڅ وخت به یې د بیارغونې په برخه کې کړنې هیرې نه کړي.»

افغانانو کلونه وروسته هم د ناکامورا په مرګ خواشیني او په دې ډول دهغه د خدمتونو او هڅو قدر دانی کوي.

د ننګرهار اوسیدونکی ضمیر خان ناکامورا د هیواد د آبادۍ او بساينې رښتني خدمتګار یادوي او غوښتنه کوي چې د نوموړي پاتې نیمګړې پروژې دې بشپړې شي.

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی نعمت الله  وایي، د هیواد دښمنانو ناکامورا چې افغانانو له مينې کاکا مراد باله ونه شو زغملی چې دهیواد شاړې دښتې ابادې کړي ترڅو دنورو له احتیاج خلاص شي نو ځکه یې بې رحمان وواژه.

نوموړی که څه هم تیر جمهوري حکومت د ناکامورا د وژلو او قاتلینو د نیولو په قضیه کې پاتې بولي خو له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د ډاکټر ناکامورا قاتلین دې پیدا او د مرګ په سزا دې ورسوي.

په همدې حال کې د جاپان PMS موسېسې ولایتي مسول انجینر دیدار وایي، چې اوس مهال په دغه ولایت کې نیمګړې پروژه نه لري.

نوموړی وایي، تازه یې د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ کې د جاپان د PMS موسېسې له لوري د يو نيم ميليون ډالرو په لګښت د اوبو يو کانال جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلی دی او پاتې نور یې به یې هم په نږدې راتلوونکي کې ګټې اخیستې ته وسپاري.

د جاپان PMS موسېسه چې شاوخوا دوه لسيزې يې د روغتيا او بيارغونې برخه کې په افغانستان کې مرستې او کارونه کړي، خو د ډاکتر ناکامورا د وژل کیدو څلور کاله پوره شول خو لا یې هم قاتلین نه دي نیول شوي.

هغه پوره څلور کاله وړاندې په ۱۳۹۸ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳ نیټه په جلال اباد ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي او بیا یې د سختو ټپونو له امله د مرګي میلمه شو.

پر نوموړي هغه مهال برید وشو، چې غوښتل يې په جلال اباد کې د یوې پروژې د کار ارزونه وکړي، په دې برید کې د نوموړي خدمتګار پنځه نور افغان همکاران هم ووژل شول.

خو دغې ادارې له افغانو سره خپلې مرستې بندې نه کړې او لا هم د ننګرهار مختلفو سيمو کې کار کوي.

ناکامورا د ننګرهار په کامه، بهسود، کوزکونړ او دره‌نور ولسواليو کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې بشپړې کړې او تر ۲۰۱۶ کاله پورې يې نهه د اوبو کانالونه په جوړیدو سره زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او خلک یې له فقر وژغورل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه