خوست کې د عربي امارتو لخوا جوړشوی روغتون هره‌ ورځ د لسګونه ناروغانو درملنه کوي

اطلاعات روز: د خوست هوايي ډګر کې د عربي امارتو له لوري جوړ شوی سیار روغتون هره ورځ د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو د لسګونه ناروغانو درملنه کوي.

د خوست اوسېدونکي وايي، په جوړ شوي روغتون کې د معیاري روغتیاپالانو سربېره په ښه کیفیت درمل ناروغانو ته ورکول کیږي چې په خبره یې روان خدمتونه یې خورا مثبت تمام شوي دي.

د سپېرې ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې د درملنې په موخه یې یاد ورغتون ته مراجه کړې وايي، په نورو دولتي روغتونونو کې کېدونکې درملنه له دغه سیار روغتون سره خورا توپیر لري. هغه وايي د امارتو له لوري ځینې ډاکټران له بهر څخه دلته په دندو ګمارل شوي او هم په خورا معیاري ډول وسایل پکې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي وویل: «دا روغتون چې په هوايي میدان کې جوړ شوی مونږ له عربي امارتو ډېره مننه کوو، زه سهار دلته د علاج لپاره راغلی وم، څو میاشتې کیږي چې د معدې تکلیف لرم خو په زیاتو روغتونونو وګرځېدم ولې ښه نه شوم اوس یې زما معاینه وکړه او هم یې راته هغه قیمتي دوا په وړیا ډول راکړه.»

په ورته مهال بیا د مرکز یو بل اوسېدونکي لعل جان چې په دې روغتون کې له درملنې وروسته روغ شوی، خوښ او وايي په تېر کې په عصبي ناروغۍ اخته شوی و خو له زیاتو درملو خوړو وروسته هم جوړ نه شو. نوموړي چې اوس په دغه روغتون کې درملنه کړې وايي پخواني تکلیفونه یې له منځه تللي او د خورا ښه صحت احساس کوي.

هغه له عربي امارتو حکومت غوښتنه کوي چې په دې برخه کې خپلې همکاري ته دوام ورکړي او د دغه سیار روغتون فعالیتونه وغځوي.

لعل جان وویل: «ما د عصبي ناروغي لرله، د درملنې لپاره ورپسې کابل ته هم لاړم خو چا مې علاج و نه شو کړای او نه راباندې درملو کومه مثبته اغېز کوله. دغه روغتون ته چې راغلم او زما معاینه یې وکړه نو درې پاکټه درمل یې راکړل اوس ۷۰ فیصده په ځان پوهېږم چې د ښه کېدو خوا ته روان یم. زما دا غوښتنه ده چې دغه روغتون باید و نه تړل شي او خدمتونه یې نور هم زیات شي.»

په همدې حال کې بیا د دغه روغتون مسوول جواد عالمي چې له متحده عربي امارتو راغلی، وايي چې دوی لومړی په دغه روغتون کې یوازې د سپېرې ولسوالۍ زلزله ځپلو لپاره خدمات وړاندې کول او په وینا یې چې اوس یې خپل خدمتونه د ټول خوست لپاره پیل کړي دي.

عالمي زیاتوي، چې اوس مهال په دغه روغتون کې د وتلو ډاکټرانو په ګډون ۲۵ کسان د ناروغانو درملنې برخه کې په کار بوخت دي چې په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو درملنه کوي.

نوموړی وايي، اوس مهال ورته هره ورځ د خوست ولایت له بېلابېلو سیمو لسګونه ناروغان د درملنې په موخه مراجعه کوي.

نوموړی وايي: «مونږ په دې روغتون کې د بېلابېلو ناروغیو درملنه کوو، پنځه ډاکټران لرو، دوه GP ډاکټران لرو، یو د زړه د ناروغیو ډاکټر راسره کار کوي او د ښځو برخه کې هم مونږ ډاکټرانې او نرسانې په کار بوختې دي. دلته ناروغانو ته په خورا لوړ کیفیت درمل ورکوو او  هره ورځ راته ګڼ ناروغان مراجعه کوي.»

د عربي متحده امارتو د سیار روغتون د معلوماتو له مخې چې د کار له پیل تر اوسه یې په خوست کې د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په ګډون له ۴۵۰۰ ډېرو ناروغانو درملنه کړې ده.

دغه روغتون له هغه وروسته په خوست کې سیار فعالیت پیل کړ چې د دې ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له کبله سلګونه کسان مړه او ټپیان شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه