اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت الینګار ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه طالب سرتیري وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې نن (سې شنبه، ۱۹ د تلې) غرمه مهال د دغه ولایت الینګار ولسوالۍ اړوند «نورلام» سیمه کې د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین د طالبانو په رینجر موټر چاودنه کړې، چې له امله یې دوه طالب سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
لغمان کې طالب چارواکي هم پېښه تاییدوي او زیاتوي چې یاده چاودنه کې د دوی دوه سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د لغمان لپاره د طالبانو امنیې قومندان سلامت خان وایي، دغه چاودنه د طالب سرتیرو په رینجر موټر د ګزمې پرمهال رامنځته شوې ده.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
