اطلاعات روز: له ترکیې راغلی افغان ډاګټر غواړي هلمند کې د هغو ۲۰۰ ماشومانو وړیا درملنه وکړي چې شوندې او تالو یې پرې دي.
ډاکټر عبدالغفارغیور، چې په ترکیې هېواد کې یې زده کړې کړي، د هیواد نورو ولایتونو ترڅنګ دا ځل غواړي هلمند کې د ۲۰۰ موروثي پرې شونډو ماشومانو وړیا عملیات ترسره کړي.
ډاکټر غیور زیاتوي، د ټولو هغو ماشومانو وړیا درملنه به وکړي چې کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای خپل ماشوم عملیات کړي.
نوموړي زياته کړه: «زما هدف دا دی چې د هغو پرې شونډو ماشومانو وړیا درملنه وکړم چې په لېرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او کورنۍ یې د دې وس نه لري چې د خپل ماشوم درملنه وکړي.»
په ورته وخت کې د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د پري شونډو ماشومانو شمير زيات دی او تر اوسه پورې ۳۰۰ ماشومانو نوم ليکنه کړې ده.
د دوی په خبره، نموړي ډاګټر ورسره ژمنه کړې چې ۲۰۰ ماشومان به په وړیا ډول عملیات کړي.
هغه کورنۍ چې د ماشومانو شونډې یې پرې دي وايي، چې دماشومانو د شونډو د رغيدو توان يې نه درلوده.
د امیندوارۍ پر مهال د میندو خپل سري درمل استعمالول، مناسب خواړه نه خوړل هغه لاملونه دي چې ماشومان پرې شوندي دنیا ته راځي.
