اطلاعات روز: د ننګرهار کرکټ بورډ ادارې مسوولین وایي، په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پنځم پړاو پیل شو.
د دغه ولایت د بورډ مطبوعاتي مسول فضل رحیمي زیاتوي، په دې سياليو کې پنځه سيمه ييزې لوبډلې برخه لري؛ چې هممهاله به خوست او ننګرهار ولايتونو کې سيالۍ وکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د تلې له ۱۶ څخه پیل شوي او د لړم تر ۲۰ به دوام وکړي، چې په یاده موده کې به به ټولټال ۱۱ لوبې ترسره شي، چې فاینل لوبه به یې د لړم پر ۱۶ نېټه ترسره او د فاینل په ګډون به شپږ لوبې د خوست په ملي لوبغالي او د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکت لوبغالي کې ترسره شي.
رحیمي زیاتوي دغه سیالۍ د کورني کرکت د جوړښت یوه مهمه برخه ده او تر ډېره به په افغانستان کې د لوبغاړو او لوبې په وده کې مرسته وکړي.
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس تورنمنټ د جون په میاشت کې د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ له ترسره کولو وروسته د کال دویمه څو ورځنۍ سیالۍ ده او وروسته به د ۲۰۲۲ غازي امان الله خان سیمه ییز یو ورځنی جام د سلواغې د میاشتې په لومړیو کې ترسره شي.
ننګرهار د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې د کرکټ استعدادونه او مینه وال پکې تر نورو سیمو زیات دي.
له همدې امله یې د هېواد ملي او ځوانو لوبډلو ته د کرکټ د نړیوال ستوري راشدخان په څېر استعدادونه ور پېژندلي دي.
