اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ زلزله ځپلې کورنۍ وايي، د هوا سړېدو ته په کتو دوی ته د جوړېدونکو کورونو کارونه خورا په سست ډول ترسره کيږي.
د دوی په وينا چې په تېرو څو مياشتو کې د کورونو جوړېدو چارې پيل شوي خو له دومره اوږدې مودې تېرېدو يې ۳۰ سلنه کار هم نه دی ترسره کړی.
د دغې ولسوالۍ د ارچې سيمې يو تن اوسېدونکي شاپور اطلاعات روز ته وويل چې د کورونو لپاره اړين مواد له مرکز څخه پر وخت دغې ولسوالۍ ته نه رسيږي او له امله يې رغنيزې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
د نوموړي په وينا په سيمه کې لسګونه کورنۍ په خيمو کې ژوند تیروي چې د مناسبې سرپناه نشتون له امله يې ماشومان په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.
هغه وايي: «مونږ ته څو مياشتې وړاندې د يو يو کور د ودانیو جوړېدو کارونه پيل شوي خو دغه کارونه خورا کمزوري روان دي، مثلآ کله خښتې کمې وي، کله سيمينټ کمبود وي او يا سيخان نه وي. دغه چې بيا را رسيږي نو دوه درې ورځې پرې لګيږي.»
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي او د جومات ملا امام حاجي نورزي هم له اړونده ادارو په دې برخه کې د خپل کار د چټک کېدو غوښتنه وکړه.
هغه وايي که د کورونو رغنيزې چارې ژر تر سره نه شي نو يو مياشت وروسته په سيمه کې د سيمينټو استعمال ګټور نه تمامیږي.
ملا وويل: «دلته اوس داسې ساړه ګډ شوي چې خلک په یخو اوبو اودس نه شي کولی، نو يوه مياشت وروسته به سيمنټ څنګه ښه نتيجه ورکړي، زه وايم چې اړونده قرار دادي موسېسات بايد په دې برخه کې چټک ګامونه واخلي او پر وخت ورته مواد راورسوي.»
په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايتي مسوولين د جوړېدونکو استوګنځيو د روانو کارونو له چټک کېدو خبر ورکوي او وايي، اوس مهال د جوړېدونکو ۱۲۰۰ کورونو کارونه تر ډېره بشپړ شوي دي.
دوی د ولايت له مقام څخه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ياد کورونه به زلزله ځپلو خلکو ته له ژمي را رسېدو وړاندې د اوسېدو لپاره چمتو شي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو له حکومت ور هاخوا په برمل ولسوالۍ کې د کرکټ د ملي لوبغاړي راشد خان په مالي لګښت ۲۵ کورونه او د ۳۳۴۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د احساس خيريه بنسټ له لوري د استوګنې جوړېدو چارې هم روانې دي.
