اطلاعات روز: کندهارۍ نجونې وایي، د کانکور په ازموینه کې د طالبانو له لوري د څانګو محدودیت دوی د زده کړو د دوام څخه مایوسه کړې دي.
دوی زیاتوي، چې دولس کاله یې پر همدې موخه زده کړې وکړې ترڅو د کانکور ازموینې له لارې د خپلې خوښې څانګه وټاکي او د بریالیتوب په صورت کې زده کړو ته دوام ورکړي.
د معلوماتو له مخې سږکال د کندهار په شمول ځينو ولایتونو کې د کانکور ازموينې ښځينه ګډونوالو ته يوازې د طب، اداره عامه، شرعیات، تعليم او تربيه پوهنځيو د انتخاب حق ورکول شوی و او پاتې نورو پوهنځيو په انتخاب پاڼه کې شتون نه درلود.
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت مسوولين بیا ادعا کوي، چې د نجونو لپاره یې د څانګو په انتخاب کې ځکه محدودیت وضع کړی چې په ځینو سیمو کې د یادو څانګو سره د نجونو لیوالتیا کمه وه.
کندهار کې د کانکور په سږکال ازموينې کې ۲۲۶۰ تنو نارينه او ښځينو ګډون کړی و خو طالبانو د ښځينه له کره شمېر په ډاګه کولو څخه ډډه کړې.
ناديه چې د طالبانو د حکومت تر بيا واکمنېدو مخکې له ښوونځي څخه فارغه شوې تېره پنج شنبه (۱۴ د تلې) يې کندهار کې د کانکور ازموينه ورکړې خو د خپلې خوښي پوهنځی يې نه ده انتخاب کړی.
نوموړې وايي، د کوم پوهنځي له پاره چې يې دولس کاله زحمت ايستلی او ارمان يې درلود سږکال پرې محدودیت وضعه شو.
دې وويل، له اقتصاد پوهنځي سره يې ډېره علاقه لرله خو طالبانو ورڅخه دا چانس اخيستی او پر ځای یې د تعليم او تربيې پوهنځۍ انتخاب کړی.
هغې زياته کړه، چې دغه ډول کړنې د زدهکوونکو په حق کې زور زياتی دی او بايد هر نارينه او ښځه د خپلي خوښي وړ پوهنځی انتخاب کړي.
همدارنګه کندهار کې د ثنا په نوم د کانکور ازموينې يوې بلې ګډونوالې بیا وایي، سږکال يې د خپلې خوښې پوهنځي نشتون له امله د ازموينې پاڼه خالي ورکړې.
هغې وويل، غوښتل یې چې د انجنيري پوهنځی انتخاب کړي خو د نجونو له پاره ددې پوهنځي نشتون مايوسه کړې او بېرته په مات زړه خپل کور ته ستنه شوې.
د ثنا په خبره، د ټولې کورنۍ يې همدا غوښتنه وه چې دا په راتلونکي کې يوه انجنيره شي او په همدې برخه کې به کار وکړي خو داسې څه و نه شول.
هغې زیاته کړه، هڅه به وکړي ترڅو په يوه خصوصي پوهنتون کې د خپلې خوښې پوهنځی پيل کړي او تر څو خپلو ارمانونو پورې ورسېږي.
ورته مهال د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وياند احمد تقي په خپلو خبرو کې ويلي، پر نجونو هيڅ ډول فشار نشته او ټولې کولای شي د خپلې خوښي پوهنځی انتخاب کړي.
نوموړی زیاته کړې، په ځينو سيمو کې يې یو شمیر پوهنځې ځکه حذف شوي چې د هغو سيمو نجونو ورسره په تېرو کلونو کې ليوالتيا نه لرله.
طالبانو نه یوازې پر نجونو د څانګو په انتخاب کې محدودیت وضعه کړی بلکې دې ډلې د ښځو او نجونو په کار کولو هم محدودیتونه وضعه کړي دي.
