پکتیا او لوګر کې د سوالګرو راټولولو کمپاین پیل شو

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په دوو ولایتونو لوګر او پکتیا کې هم د سوالګرو راټولولو لړۍ پیل شوه، د دغو ولایتونو لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو ویلي چې تر اوسه یې په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه سوالګر راټول کړي دي.

د لوګر له امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرې ورځې (جمعه، ۱۵ د تلې) راهیسې یې په مرکز پل عالم او ځینو ولسوالیو کې د سوالګرو راټولولو کار پیل کړی او د ثبت لړۍ یې دوام لري.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست د مسوولینو په خبره چې د مرکزي ادارې له حکم سره سم به پیل شوې لړۍ دوام داره ساتي تر څو د مستحق او حرفوي سوالګرو کره شمېر معلوم شي.

په همدې حال کې بیا په پکتیا ولایت کې هم یاده لړۍ پیل شوې د دې ولایت د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو ویلي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یې په مرکز ګردېز او ځینو ګڼ نفوسه ولسوالیو کې په سوالګرو پسې شوي او د ثبت په موخه یې راټولي.

د مسوولینو په وینا چې په دغو سوالګرو کې یې ډیرو د سختو اقتصادي ستونزو له امله یاد کار ته مخه کړې ده.

بلخوا بیا د لوګر او پکتیا اوسېدونکي د سوالګرو ډېرېدو لامل هیواد کې روان اقتصادي بحران یادوي او وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خلک په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې قرار لري او مجبور دي چې د ډوډۍ پیدا کېدو لپاره بل ته لاس ونیسي.

د لوګر اوسېدونکي بلال حیدري اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د اقتصادي ستونزو ډېرېدو او د طالبانو د حکومت د مسوولینو د نه پاملرنې له امله خلک سوال کولو ته مجبوره شوي، چې د هغه په وینا ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکی او هټۍ وال محمد نعیم بیا له طالبانو غوښتنه کوي چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته جدي پام وکړي. د هغه په خبره هر ورځ نړیوال موسېسات په دې ولایت کې د مرستې ویش کوي خو د مستحقو پر ځای یې نورو خلکو ته ورکوي.

جګړه، اقتصادي ستونزې او د کاري زمینې نه برابرېدل هغه لاملونه دي، چې په هیواد کې یې د سوالګرو شمېر په بېساري ډول لوړ کړی او یا هم په ناقانونه لارو بهر ته د تګ هڅه کوي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو استازو څه موده وړاندې ویلي و، چې په ټول افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه