خوست کې د ۱۱۰ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم ترسره شول

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: خوست ولایت کې د «سېلاب» خیریه بنسټ له لوري د ۱۱۰ جوړو د واده مراسم ترسره شول.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، چې دغه مراسم یې نن (پنج شنبه، ۱۴ د تلې) د خوست په مرکز کې نیولي و، چې له بېلابېلو سیمو پکې ځوانانو نوم لیکنه کړې وه.

دوی همداراز زیاته کړه، چې د نجونو د ډیری کورنیو له لوري زومانو ته ولور معاف شوی او هم د ځینو سوداګرو له لوري د وداه مراسمو توکي په وړیا ډول ورکړل شوي دي.

د دې  بنسټ مشر سید احمد سیلاب وویل، چې په ترسره شوي ډله ییز واده پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په خبره یې چې تر ۷۰ میلیونه افغانیو زیات ولور د زومانو کورنیو ته وربښل شوی دی.

د خوست ولایت یو تن اوسېدونکي رازق دغه ګام په اوسنیو اقتصادي مشکلاتو کې مهم ګام وباله او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د ولور ټیټوالي او نورو ناوړه دودنو د مخنیوي لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي.

نوموړي وویل: «دلته نن په خوست کې د ۱۱۰ جوړو ترمنځ د وداه مراسم د سیلاب خیریه بنسټ له لوري ترسره شول په دغه پروګرام کې د مرکز او ولسوالیو ځوانانو نوم لیکنه کړې وه. مراسم خورا خوندور و او په ډېر ښه ډول ترسره شول. مونږ او په ټوله کې خوست میشتي له دا ډول پروګرامونو په کلکه ملاتړ کوو او هیله کوو، چې نور خلک هم دې ته ورته کارونه ترسره کړي او زمونږ مشران د ولور په کمولو کې هڅې وکړي.»

دا لومړی ځل دی چې په خوست ولایت کې ځوانانو ته په ډله ییزه توګه د وداه مراسم ترسره کیږي.

دغه مراسم چې د خوست د لوبو په میدان کې برابر شوي و له بېلابېلو ولسوالیو پکې سلګونه کسانو ګډون کړی و.

د سیلاب خیریه بنسټ له لوري له دې وړاندې په کندهار، هلمند او کابل ولایتونو کې هم ډله ییز ودونه ترسره شوی چې د خلکو په باور خورا ګټور بلل کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه