ننګرهار کې ۵۹ داعش وسله وال طالبانو ته تسليم شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست وایي، په دغه ولایت کې ۵۹ د داعش ډلې غړي د قومي خلکو په منځګړتوب طالبانو ته تسلیم شول.

 د ننګرهار ولايت د د استخباراتو رياست چارواکي وایي، نن (سې شنبه، ۱۲ د تلې) د دغه ولايت د قومي خلکو په منځګړتوب ۵۹ تنه داعش ډلې غړي تسليم شول او ژمنه يې وکړه چې نور به له دغې ډلې سره هېڅ ډول اړيکې نه ساتي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو رييس مولوي محمدالله ادريس وویل، چې تسلیم شویو کسانو ته يې د طالبانو د مشرتابه د حکم په اساس بښنه وکړه.

هغه وایي، تسلیم شوي کسان د ننګرهار د شپږو ولسواليو سره رود، چپرهار، اچين، سپین غر، لعلپورې او خوږياڼيو ولسوالیو اوسيدونکي دي.

نوموړی همداراز زیاتوي چې تسلیم شوي کسان به تر دې وروسته هېڅ وسله وال فعاليت نه ترسره کوي.

مولوي ادریس زیاتوي: «ننګرهار د قومي مشرانو په منځګړیتوب ۵۹ داعش وسله والو چې له دې وړاندې یې ددولت ضد کړنې ترسره کولې نن تسلیم شول او دوی ته د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس بښنه شوې، کوم داعشیان چې تسلیم شوي ځانګړي شرایط لري چې دا به عملي کوي دوی به هیڅ ډول وسله او وسایط نه ګرځوي، د ارتباط لپاره به مبایل نه کاروي، له داعش ډلې سره به اړیکې نه ساتي او همدارنګه به له یو ځای څخه بل ځای ته د تګ پرمهال ځایي امنیتي مسوولین په جریان کې ساتي.»

بل لورته قومي مخور وایي، د قومي تړې له مخې به د هغو کسانو کورونه سوزول کيږي،چې بيرته د داعش لیکو ته ور وګرځي.

قومي مشر ملک ذاهد د طالبانو له لوري د عمومي عفوې ستاینه کوي او وایي، له دې لارې به په ټول هیواد کې سرتاسري امنیت رامنځته شي.

ملک ذاهد زیاته کړه:«کوم د داعش ډلې غړي چې زمونږ په منځګړيتوب نن حکومت ته تسلیم شول ډیر ښه کار وشو، ځکه په دې سره به امنیت هم ښه شي او همدارنګه پر حکومت به د خلکو باور هم راکم شي او همدارنګه د حکومت له لوري چې عمومي بښنه شوې دا ښه خبره ده؛ ځکه په دې سره امنیت رامنځته کیږي.»

د داعش ډلې تسلیم شوي غړي هم په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښيي او ژمنه کوي، چې بیا به د اسلامي امارت پر ضد فعالیت ته زړه نه ښه کوي.

له دې ډلې یو د قاري نجیب الله په نامه یو تن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «مونږ له دې وړاندې له داعش ډلې سره د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې فعالیتونه کول او مونږ نه پوهیدو خو داعش زمونږ له ناپوهۍ ګټه اخیسته اوس د قومي مشرانو په منځګړیتوب حکومت ته تسلیم شولو او ډیر خوشاله یو چې مونږ ته عفوه وشوه او له نورو داعش ډلې غړو هم غواړو چې تسلیم شي.»

د چارواکو د معلوماتو له مخې د طالبانو دحکومت د راتګ له پيل نه تر دې دمه ننګرهار کې له شپږ سوو زیات د داعش ډلې غړي د قومي مشرانو په منځګړیتوب طالبانو ته تسلیم شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه