بلخې نجونو د بلخ پوهنتون لیلې ته اچول شوی قلف مات او لاریون یې وکړ

اطلاعات روز: د بلخ پوهنتون د ښځینه محصلانو لیلې ته د طالبانو له لوري اچول شوی قلف د دغې لیلې نجونو مات او د کاج پر ښوونیز مرکز برید په غبرګون کې یې مظاهره وکړه.

طالبانو د بلخ پوهنتون ښځينه محصلانې د لاريونونو د مخنيوي په خاطر په ليليه او درسي خونو کې بندې کړې وې. ټاکل شوې وه چې دغه لاريون نن (دوشنبه، ۱۱ د تلې) سهار نهه ۹:۰۰ بجې ترسره شي.

د طالبانو له ممانعت سره سره اطلاعات روز ته په استول شويو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې نجونو د لیلې قلف مات کړی او سړکونو ته راوتلي دي.

دوی «نسل وژنه بنده کړئ»، «تعلیم زموږ حق دی»، «مرګ پر تبعیض» او «امنیت زموږ حق دی» شعارونه ورکول.

د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید چې له امله یې لږ تر لږه ۴۹ تنه ووژل شول چې ډیرې نجونې وې، د دغه برید په غبرګون کې د یو شمیر پوهنتونونو ښځینه محصلانو په لاریونونو لاس پورې کړ.

تېره ورځ د هرات او بامیان پوهنتون ښځینه محصلانو په اعتراضونو لاس پورې کړی وو، چې د هرات مظاهره د طالبانو لخوا په ډزو تیت و پرک شوه.

دغه راز د کابل پوهنتون نجونې د مظاهرې د مخنیوي په موخه په پټه ټوګه د دغه پوهنتون په لیلیه کې د خوړو له امله مسمومې شوې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه