اطلاعات روز: هرات کې ديوې ترافيکي پيښې له امله د طالبانو اته تنه غړي مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې پرون ماښام (شنبه، ۹ د تلې) د هرات-کرخ ولسوالۍ پر لار د شيدايي په سيمه کې د طالبانو يو رينجر موټر له سړک واوښت او چپه شو.
يو تن عيني شاهد اطلاعات روز ته وويل چې د دې پېښي ټول قربانيان طالب ځواکونه دي.
د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د هرات سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بې احتیاطي، تیز رفتار او د موټر چلوونکو لخوا د اصولو نه مراعت په هېواد کې د ترافیکي پېښو لاملونه بلل کېږي.
