د نورستان منډول ولسوالۍ خلکو د طالبانو ولسوال له ولسوالۍ شړلی دی

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې د تیر حکومت د یو قومندان له وژل کیدو وروسته ځایي خلکو د اعتراض په ډول د منډول د ولسوالۍ له مقام څخه د طالبانو ولسوال شړلی دی.

یو سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، نن (پنج شنبه، ۷ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دمنډول ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکو د دغه ولسوالۍ له مقام څخه د طالبانو ولسوال د اعتراض په ډول په دې خاطر شړلی، چې تیره ورځ ناوخته د بهرام الدین په نامه د تیر حکومت یو قومندان ناپيژانده وسله والو وژلی و.

دوی طالب چارواکي د یاد قومندان د قاتلینو د نیول کیدو په برخه کې پر بې پروایي تورنوي او وایي، ترڅو یې چې د وژل شوي قومندان قاتلین نه وي نیول شوي ولسوال ته به اجازه ورنه کړي چې خپلې چارې له دې ځایه پر مخ یوسي.

یوې بلې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، چې د منډول ولسوالۍ مقام د وژل شوي قومندان په کور کې و، نو ځکه خلکو د اعتراض په ډول د طالبانو ولسوال د ولسوالۍ له مقام شړلی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه نورستان کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، له هڅو سره سره یې د ځواب په اخیستو بریالي نشو.

د یادونې وړ ده چې منډول د نورستان یو له هغه ولسوالیو څخه ده چې پنجشیر ولایت سره نږدې پرته ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه