اطلاعات روز: ننګرهار ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د یو رینجر موټر د چپه کیدو په پېښه کې ۴ طالبان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نواب خان نن (چهارشنبه، ۶ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن غرمه مهال د یادې ولسوالۍ اړوند «تنګي» سیمه کې د طالبانو رینجر موټر د ګړندي تګ له امله چپه شوی، چې په کې سپاره څلور طالبان ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي یاد طالب سرتیري د شیرزادو ولسوالۍ اړوند دي، چې د ګزمې په موخه سیمې ته وتلي وو.
ځایي طالب امنیتي چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پېښه د موټر چلوونکی د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او ټپیان یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښې رامنځته کیږي له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي، چې لامل یې د طالبانو له رینجر موټرو سره نه بلدتیا او بې احتیاطي ښودل شوې ده.
