ګوتریش: د الظواهري وژلو له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو دوام په ډاګه کړ

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه راپور کې ویلي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدلو له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکې دوام په ډاګه کړ.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ګوتریش درې میاشتنی راپور نن (سې‌شنبه، ۵ د تلې) خپور شو.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې کابل کې د ایمن الظواهری د وژل کیدو په اړه د امریکا متحده ایالتو اعلامیې له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو دوام ښکاره کړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغې ډلې د ژمنو برخلاف عمل دی.

د ګوتریش په راپور کې راغلي، چې پر داعش، القاعده، طالبانو او په دغو ډلو پورې اړوندو اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې د بندیزونو د ملاتړ او څارنې تحليلي ټیم د راپور ۳۰مې برخې موندنې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور او د فعالیت دوام ښیي.

په دې راپور کې یادونه شوې چې القاعده اوس هم له طالبانو پراخې اړېکې لري او افغانستان ته ازادانه ډول تګ راتګ کوي. طالب چارواکو د دغه راپور موندنې رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي چې طالبانو په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون په اړه له هر ډول خبرتیا څخه انکار وکړ او پر امریکا یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په سرغړونې نیوکه وکړه او زرګونه کسان یې لاریون ته راوبلل.

د امنیتي پیښو کمیدل

د ګوتریش په راپور کې راغلي چې د می له ۲۲مې او د اګست د ۱۶مې تر منځ، د جګړې او ملکي تلفاتو په اړه د امنیتي پېښو ټولیز شمېر د طالبانو د برید په اوج کې د ۲۰۲۱ کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ کم شوی دی.

ملګرو ملتونو د امنیت اړوند ۱۶۴۲ پېښې ثبت کړي، چې د ۲۰۲۱ کال په همدې موده کې د ثبت شویو ۷۳۱۴ پېښو په پرتله ۷۷.۵ سلنه د پام وړکموالی ښیي.

د ګوتریش د راپور له مخې، شته معلومات ښيي چې وسله والې نښتې ۹۷ سلنه کمې شوې دي.

همدارنګه هوايي بریدونه ۹۹.۵ سلنه کم شوي او له ۵۶۴ بریدونو څخه درېیو بریدونو ته رسېدلي دي. د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې چاودنې ۸۷ سلنه کمې شوې او له ۵۹۰ چاودنو څخه یې شمیر ۷۶ ته رسیدلی دی.

ګوتریش ویلي، چې د خراب شوي اقتصادي او بشري وضعیت په پایله کې جنایي جرمونو پورې اړوند امنیتي پیښې د تېر په څېر لوړې شوي چې د می له ۲۲ څخه د اګست تر ۱۶مې پورې د ۳۷۳جرمونه راپورونه ورکړل شوي چې د ۲۰۲۱کال ورته موده کې دغه شمیر ۳۰۰ وو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، په افغانستان کې داعش ډلې ته منسوب او ادعا شوي بریدونه هم کم شوي دي. ملګرو ملتونو د مې له ۲۲مې او د اګست تر ۱۶مې په ۱۱ ولایتونو کې د داعش ۴۸ بریدونه ثبت کړي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال په همدې موده کې په ۸ ولایتونو کې ۱۱۳ بریدونه ترسره شوي دي.

ګوتریس ویلي، داعش ملکي وګړو په ځانګړې توګه هزاره شیعه ګان او همدارنګه هندوان، صوفیان او د طالبانو په نښه کولو ته دوام ورکړی دی.

د ښځو او نجونو حقوق تر پښو لاندې کول

د دغه سازمان سرمنشي په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او ازادیو سخت بندیزونو دوام پیدا کړی چې یو له دغو بندیزونو څخه د زده کړو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل دي.

هغه زیاته کړه چې دغو بندیزونو له امله افغانستان یوازینی هیواد دی چې نجونې یې له زده کړو څخه محرومه کړي دي. هغه له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو او ازادي ساتنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه