ارزګان کې لسګونه ښوونځي د ویجاړۍ له امله د زده کړو پرمخ تړلي دي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: د هیواد سویلي ولایت ارزګان کې د تېرو جګړو له امله لسګونه ویجاړ شوي ښوونځي لا هم نه دي رغول شوي او د زده کړو پرمخ تړلي پاتې دي.

ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين وايي، د تيرو جګړو له امله د ۳۲ ښوونځيو ودانۍ ويجاړې شوي او په ډيری سيمو کې ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري.

په دغه ولایت کې د طالبانو دپوهنې رياست مسول مولوي خيرالله حقنما زیاتوي، هڅي یی شروع کړي تر څو ویجاړ شوي ښونځي بیرته ورغوي او د زدکونکو پر مخ یی پرانیزي.

د حقنما په خبره، چې يو شمير موسېساتو سره یې دغه ستونزې شریکې کړي او هغو ورسره ژمنه کړې چې د جګړو پرمهال د ويجاړ شویو ښوونځيو لپاره به ودانۍ جوړې کړي.

ورته مهال د ښوونځيو زده کوونکي بیا وايي، چې لاهم دوی له زده کړو بې برخې دي او له طالبانو غواړي چې ويجاړ شوي ښوونځي یې ورغوي.

یو تن زده کونکي ګلالي مشال اطلاعت روز ته وویل، چې ارزګان کې یوازې د سیدالخان عالي لېسه د نورو په پرتله ښه امکانات او چارپیریال لري نور ټول ښوونځي د جګړو له امله زیانمن شوي دي.

قومي مخور هم په ورته نظر دي وايي، چې دارزګان ولايت په ډيرو سيمو کې ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.

قومي مشر ملک روح الله د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې دې د ښوونځيو ويجاړي ودانۍ ورغوي.

هغه وايي، چې د ښوونځيو د رغيدو په برخه کې عام خلک د طالبانو د حکومت کلک ملاتړ کوي.

د ملک روح الله په خبره چې په دغه ولايت کې نږدې ۹۰ سلنه ماشومان د زده کړو ترسره کيدو لپاره مناسب چاپیريال نه لري.

په ورته وخت کې په ارزګان ولايت کې  د پوهنتون یو استاد وايي، چې د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره منظم چارپیريال ډيره مهم دی.

هغه زیاتوي، اوس چې په هېواد کې جګړې ختمې شوي په کار ده چې دپوهنې وزارت په ټولو لېرې پرتو سيمو کې د زده کوونکو لپاره يو منظم چاپيريال رامنځته کړي.

د هیواد په ډیری لېرې پرتو او جګړه ځپلو سیمو کې ښوونځي ویجاړ شوي او د زده کړو لپاره یې چارپیریال مناست نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه