اطلاعات روز: د امریکا د استخباراتو مرکزې ادارې (سي آی اې) په کابل کې د القاعده د وژل شوي مشر ایمن الظواهري د پټنځای د خوندي کور نمونه نندارې ته وړاندې کړه.
دغه نمونه په الظواهري تر برید مخکې چې د هغه د مرګ لامل شوه د «سي آی اې» د اجنټانو لخوا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ته ښودل شوې وه.
د الظواهري له وژل کېدو لږ وروسته د سپینې ماڼۍ چارواکو یو عکس خپور کړ چې بایډن د «سي آی اې» له مشر ویلیم برنز سره په داسې حال کې خبرې کوي چې مخې ته یې د لرګیو یو تړل شوی بکس ایښودل شوی دی.
دغه بکس، چې د «سې ای اې» په مرکزي دفتر ویرجینیا کې نندارې ته وړاندې شوی لږ تر لږه پنځه پوړیزه ودانۍ، درې نیمه ښکاره بالکونونه او سپين دیوالونه انځوروي.
موزیم د خلکو پر مخ تړل شوی او یوازې د سي آی اې کارکوونکي او ځانګړي مېلمانه ورته لاسرسی لري.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، سي آی اې خبریالانو ته هم اجازه ورکړې، چې د دې ادارې د جوړېدو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت له دغه ځایه لیدنه وکړي.
د الظواهري پټنځای یو نادر مصنوعي کور دی چې څو اونۍ دمخه د (CIA) استخباراتو افسرانو لخوا کارول شوی.
الظواهري له افغانستانه د امریکا له وتلو نږدې یو کال وروسته د جولای په پای کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
طالبانو تر اوسه د کابل په زړه کې د الظواهري مړینه نه ده تایید کړې او وايي چې د القاعدې د مشر مړی یې نه دی موندلی.
د دوحې په تړون کې دغې ډلې له امریکا سره ژمنه کړې چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي او ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.
