طالبان پنجشېر کې دشپې لخوا د مبایل انتنونه قطع کوي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې له څه مودې راهیسې په دغه ولایت کې مخابراتي خدمات ګډوډ شوي او د شپې له خوا د مبایل انتنونه کار نه کوي.

دوی وايي، په دې اړه يې د مخابراتو له رياست او د «اترا» له ادارې سره خبرې کړي، خو دغو ادارو ورته ویلي چې انتنونه د طالبانو په ولکه کې دي او دغه ډله تخنيکي ټيم ته د لاسرسي اجازه نه ورکوي.

په ورته وخت کې سرچینې وايي، طالبانو د مخابراتي انتنونو په ټاورونو کې قرارګاوې جوړې کړي او د دغو پایو ساتونکي یې رخصت کړي. خو د سرچينې په وينا، طالبان د خپلې خوښې سره سم د مبايل انتنونه بندوي او فعالوي.

سرچينه زياتوي، چې د ورځې په اوږدو کې يو شمېر ګرځنده انتنونه د لمريزې برېښنا په وسيله فعال وي، خو د شپې له خوا د برېښنا د کمښت او جنراتورونو د غير فعالېدو له امله انتنونه بند وي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پنجشېر ولايت په مرکز کې د سلام مخابراتي شرکت د یوې پایې فعالیت د لمر لویدو وروسته بندیږي او دغه ډول د دغه ولايت په مرکز حصه اول، دره او ابشار ولسوالیو هم انتنونه قطع کېږي. ویل کېږي چې انتنونه یو له بل سره لینک لري.

پنجشير کې سيمه ييزو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو اونیو کې دغه ولایت د «مقاومت جبهې» او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهد دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه