اطلاعات روز: د افغانستان، چین، ازبکستان او قرغزستان د اقتصادي دهلیز له لارې لومړنۍ سوداګریزه جوپه نن (پنجشنبه، ۳۱ د وږي) د حیرتان سوداګریز بندر ته راورسیده.
د دغه جوپې په ۱۲ کانټینرو کې د موټرو پرزې دي چې له چین هیواد څخه وارد شوې دي.
له چین څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد موافقه تېره اونۍ د طالبانو، چین، ازبکستان او قرغزستان د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوې وه.
د دغې موافقې له مخې به سوداګریز توکي له چین څخه قرغزستان او بیا د ازبکستان د ریل پټلۍ په وسیله د بلخ ولایت حیرتان بندر ته رسېږي.
د بلخ د رېل پټلۍ مسوول سيدقديم وايي، ټاکل شوې چې د دغه اقتصادي دهلېز له لارې سوداګریز توکي د اورګاډي پټلۍ ترڅنګ باربري موټرو کې هم هیواد ته وارد شي.
په بلخ کې د طالبانو والي قدرت الله ابو حمزه د دغه اقتصادي دهلېز پېل له نړۍ او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو په برخه کې یو مثبت ګام بولي.
هغه وايي، د دغه اقتصادي دهلېز په پرانیستلو سره سوداګریز توکي له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې افغانستان ته رسېږي؛ په داسې حال کې چې پخوا یې دوه میاشتې وخت نیوه.
د بلخ والي وویل: «د دغه اقتصادي دهلیز په اړه شوې موافقه د افغانستان د خلکو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. نه یوازې دا چې مالونه ژر رسیږي بلکې د توکو په بیو کې هم د پام وړ کمښت راځي.»
یو شمیر هیوادوال د دغه اقتصادي دهلیز د پرانیستلو هرکلی کوي او یو ښه ګام یې بولي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي وايي: «دا د اقتصادي ودې او له نړۍ سره د ښو سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره یو ښه ګام دی.»
