اطلاعات روز: د هلمند مارجې ولسوالۍ خلک شکایت کوي چې دغې ولسوالۍ ته غځیدلي سړکونه د تېرو جګړو له امله ویجاړ پاتې شوي او غوښتنه کوي چې طالبان دې د دوی سړکونه په اساسي ډول ورغوي.
د دغې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، نه تير او نه هم د طالبانو اوسني حکومت ورته پاملرنه کړې او دامهال په بیلابیلو برخو کې له ستونزو کړيږي.
د يادې ولسوالۍ یوه اوسيدونکي محمد رحيم اطلاعات روز ته وویل، که څه هم په دغه ولسوالۍ کې جګړه ختمه شوې، خو د نورو ستونزو ترڅنګ يې ولسوالۍ ته غځيدلې لارې هم کنډ او کپر پاتې دي او هیچا ورته پاملرنه نه ده کړې.
نموړی وایي، د ولسوالۍ څخه تر مرکز لښکرګاه پورې خپل ناروغان او خپله دوی په ډيرو ستونزو تګ راتګ کوي او موټر چلونکي ورڅخه لوړې کرايې هم اخلي.
هغه زياته کړه، چې ډير وخت يې د لارو د خرابوالي له امله ناروغان په لارو ژوند له لاسه ورکوي.
هغه وويل: « موږ سړک نه لرو زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړشي اوس په داسې بد وضیعت کې یو ناروغ مو په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.»
په ورته وخت کې ددغې ولسوالۍ يو شمير نور اوسيدونکي هم خپله اساسي ستونزه دغې ولسوالۍ ته غځيدلې لارې یادوي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې سړکونه ورته په اساسي ډول جوړ کړي.
د مارجې يوه قومي مشر علم ګل وايي، چې د ژمې په موسم کې زيات وخت د مرکز سره د ولسوالۍ لار تړلې وي، چې له يوې خوا ناروغانو سره په ستونزو کې وي او له بلې خوا دغې ولسوالۍ کې د لارو تړلو له امله د توکو قیمتونه لوړیږي.
په مرکز لښکرګاه کې يوتن د چارو کتونکی ګل محمد وطندوست وايي، چې د هلمند ډيرو ولسواليو لويي لاري کنډ کپر پاتې دي چې خلک يې په زياتو ستونزو کې ژوند کوي.
هغه وايي، طالبانو د تېر حکومت رغنیزو پروژو ته اجازه نه ورکوله او نا امني یې جوړوله.
نوموړي زياته کړه:«تاسو وګوری زموږ د ډير ولسواليو لارې همدغسې ويجاړې پاتې دي نه دي رغول شوي يو اساسي لامل يې نا امني وه په ډيرو سيمو کې د تير حکومت د ټولګټو رياست ته اجازه نه ورکول کيده چې د سړکونو د رغولو په برخه کې کار وکړي اوس چې په افغانستان کې جنګ ختم شوي باید دغه لارې جوړې شي.»
په همدې حال کې د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست د سړکونو جوړونې او ساتنې د برخې مسوول انجنیر نصیراحمد نصرت وایي، دوی په پلان کې لري چې لومړی به ولایتونو ته غځېدلې لارې ورغوي او له هغه وروسته بیا دولسوالیو لارې جوړوي.
د ده په خبره:«د ټولګټو چارو ریاست لومړیتوب شاهرا وو ته ورکوي او که چیرې امکانات برابر شول دوهم پړاو کې به دولسوالیو غځیدلې لارې هم ورغول شي دخلکو دغه ستونزه پر ځای ده او موږ ورته زياته پاملرنه هم کوو.»
په داسې حال د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي د لارو د جوړولو غوښتنه کوې، چې د دغې ولسوالۍ په نورو برخو کې هم کار نه دی شوی چې لامل يې د طالبانو جنګونه وو.
