اطلاعات روز: د کابل-لوګر پر لویه لار د طالبانو یوه رینجر موټر د تیز رفتار له امله یو امبولانس او الټو موټر وهلي، چې له امله یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي او یوه ښځه او ماشوم ټپیان دي.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احمدالله انس رسنیو ته نن (چهارشنبه، ۳۰ د وږي) د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پیښه د لوګر مرکز پل علم «جمعه کلا» سیمه کې رامنځته شوې چې پکې یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي او د یو ماشوم په ګډون یو بله ښځه ټپي شوې دي.
د هغه په خبره ټپیان د لوګر حوزوي روغتون ته استول شوي، چې د یو ماشوم روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
نوموړي دا تایید کړې، چې پېښه د رینجر موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
دا لومړۍ پېښه نه ده، چې د طالبانو د نظامي کسانو له لوري په نظامي موټر خلکو ته مرګ، ژوبله اوړي بلکې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې ورته پېښې تکرار شوې او خلک یې لامل د هغوی ترافیکي اصولو ته نه پاملرنه بولي.
