زابل کې ۸۰ غیر فعال ښوونځي بیرته فعالیږي

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې به ۸۰ هغه ښوونځي بیرته فعال کړي چې د تېرو دوو لسیزو راهیسې د زده کړو پرمخ تړل شوي وو.

زابل کې د طالبانو د پوهنې ریيس مولوي محمد عثمان اطلاعات روز ته وویل، راتلونکې يکشنبې ورځ (۳ د تلې) به  د ۸۰  ښوونځيو بېرته فعالیدو سره ۱۳ زره نجونو او هلکانو ته د لومړنیو زده کړو زمینه برابره شي.

د ده په خبره، دغه ابتدايي ښوونځي چې ډېری یې په ولسوالیو کې دي، د تېر حکومت پرمهال له پامه غورځول شوي وو.

هغه وایي، چې په راتلونکي کې پلان لري ترڅو په دغه ولايت کې ۴۰ نور غيرې فعال ښوونځي هم فعال کړي او ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړي.

د زابل د پوهنې ریيس زیاتوي چې اوس مهال په یاد ولایت کې ۵۵زره زده کوونکي شتون لري چې له هغې جملې ۱۵زره یې نجونې او پاتې ۴۰زره يې هلکان دي.

نموړي وویل: «له ټولو زابليانو مو غوښتنه داده چې خپل ماشومان په پابندۍ سره ښوونځيو ته را ولېږي او بيا یې تعقيب کړي چې درسونه وايي که نه، ښوونکي درسونه ورته وايي او که نه ورته وايي، دغه زده کوونکي د هېواد راتلونکی جوړوي.»

دغه راز نوموړي زیاته کړه، اوس وخت د زابل په ښار او ولسواليو کې ۸۲۰ محلي ټولګي هم فعال دي او ماشومان پکې زده کړې کوي.

د هیواد په جګړه ځپلو سیمو کې ډیری ښوونځي ویجاړ شوي، چې له امله یې د یادو سیمو زده کوونکي د زده کړو محرومه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه