ننګرهار کې د کانونو د ساتنې لپاره ځانګړې نظامي قطعه جوړیږي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې د کانونو د غيرې قانوني کېندنو او قاچاق د مخنيوي لپاره ځانګړې امنيتي قطعه جوړېږي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخوندزاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د طالبانو رياست الوزراء له لوري د کانونو د غيرې قانوني کېندنو او قاچاق د مخنيوي لپاره د ۷۰ کسيزې امنيتي قطعې منظوري راغلې چې ډېر ژر به فعاله شي.

نوموړی وايي، د ننګرهار په اچين، ګوشتې، کامې، شېرزادو او يو شمېر نورو ولسواليو کې د نفرايټو او ځينو نورو قیمتي او نيمه قيمتي ډبرو د کانونو د غير قانوني کېندنې او قاچاق اندېښنو اړ کړي چې دغه امنيتي قطعه رامنځته کړي.

اخوندزاده زياته کړه: «اوس د کامې، ګوشتې، اچين، سپين غر، شېرزادو ولسواليو کې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو د قاچاق او يا هم د غلا وېره شته، نو هغو ولسواليو کې به دغه قطعه ځای پرځای کېږي چې د کانونو حفاظت وکړي، په پلان کې ده چې دغه قطعه ډېر ژر په يو شمېر ولسواليو کې فعاله شي او بيا به يې ډېر ژر د ساتونکو شمېر ۲۰۰ کسانو ته لوړ شي.»

نوموړی که څه هم ډاډ ورکوي چې د پخوا په پرتله د کانونو د خپلسرې کېندنې، قاچاق او غلا پېښې ډېرې کمې شوې خو وايي، لا هم په ځينو ځايونو کې پېښې او اندېښنې شته دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوس هم هره ورځ د ولسواليو امنيه قوماندانۍ او د استخباراتو مديريتونه له کانونو څارنه کوي او په مشکوکو ځايونو چاپې هم وهي چې د ناقانونه کړنو مخنيوی وکړي.

د کانونو او پټرولیم رییس عبدالحمدید اخوندزاده دغه راز زیاتوي چې د ننګرهار په ګوشتې، اچين، هسکې مېنې، نازيانو، دوربابا او شېرزادو ولسواليو کې تر ډېره د مرمر، شوکاڼو، نفرايټ، سلپيتين او فلورايټ کانونه شته چې تر ډېره په نا امنو سيمو کې دي.

هغه وایې، په دې ولایت کې یې د معدنونو د استخراج د قراردادونو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د ننګرهار اوسېدونکي د دغې امنيتي قطعې جوړېدو ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې بايد ژر تر ژره دې خپل فعاليتتونه پيل کړي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ يو اوسیدونکي ننګیالي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دغې ولسوالۍ کې د شوکاڼي پراخ کانونه موجود دي او دا ډول امنيتي قطعه کولای شي، چې د شوکاڼي د قاچاق او خپلسرې کېندنې مخه ونيسي.

د شیرزادو ولسوالۍ یو اسیدونکي عرفان خان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، په تېرو شلو کلونو کې د دغې ولسوالۍ د نفرايټو له کانونو خپلسرې کېندنې شوې، چې جدي پاملرنې ته يې اړتيا ده.

دی وايي، که څه هم اوس دغه کانونه په قرارداد ورکړل شوي، خو ځينو برخو کې يې خپلسرې کېندنې په پټ ډول لا هم کېږي، چې د مخنيوي لپاره يې د امنيتي قطعې فعاليت ډېر ګټور تمامېدلی شي.

د ننګرهار د کانونو ریاست مسوولین همداراز وایي، د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې یې د ۴۳ لویو او وړو کانونو د استخراج چارې پیل کړي، چې پکې د شوکاڼي، نفرایتو، ګچ، مرمرو لوی او واړه کانونه شامل دي، چې په یادو کانونو کې پنځه ویشت زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

افغانستان دطبیعي زیرمو له پلوه غني هیواد ګڼل کیږي او باور دا دی که د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کانونو استخراج پیل او پرې پانګونه وشي دا هیواد په ځان بسیا کیدای شي.

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې که د کانونو سمه ساتنه وشي، په قانوني توګه يې قراردادونه وشي نو له يوې خوا به د هېواد عوايد زيات شي او له بل پلوه به ورسره د بې‌روزګارۍ کچه هم ټيټه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه