کونړ کې د څلورو کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې پيل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د پنځه نیم میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو زراغتي کانالونو د پاکولو او ترمیم چارې پېل شوې.

کونړ کې د طالبانو د کرنې رییس عزت الله هدایت نن (سې شنبه، ۲۹ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د پنځه ‌نیم میلیون افغانيو په لګښت د څلورو زراعتي کانالونو د پاکولو او ترمیم چارې پېل شوې.

هغه وايي چې د یادو کانالونو لګښت د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې یا UNDP له خوا ورکول کېږي او د دې ترڅنګ په دې پروژه کې ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په نهو میاشتو کې به بشپړه شي.

هدایت زیاته کړه: «د کونړ په شیګل ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي همکارۍ د ۵ اعشاریه ۵ میلیون افغاینو په لګښت د څلورنیم کیلومتره په اندازه د څلورو زراعتي کانالونو د ترمیم او پاکونې چارې پیل شوې دي.»

نوموړی وایي، د نړۍوالو موسېسو په همکارۍ یې په دغه ولایت کې د زراعت او مالدارۍ د ودې په برخه کې هڅې پیل کړي او تمه ښیي چې د زراعت له اړخه دغه ولایت پر ځان بسیا شي.

د کونړ شیګل ولسوالۍ یوه اوسیدونکی اصف خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې خوښي وښوده، چې په سیمه کې یې له کلونو راهیسې ویجاړ زراعتي کانالونه بیارغول کېږي.

هغه وایي، د سیمي ګڼو بې روزګارو ځوانانو ته په یاده پروژه کې کاري اسانتیاوې هم برابري شوي، چې هر کس ته د ورځې د کار په بدل کې له ۴۰۰ تر ۷۰۰ افغانۍ مزد ورکول کېږي.

کونړ میشتي وایي حکومت دې دا ډول پروژې ډېرې کړي څو له یوې خوا کرنه وده وکړي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه