اطلاعات روز: کونړ کې طالب ځواکونو هغه ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارلی، چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت له روغتون څخه تښتول شوی و.
د تښتول شوي ماشوم پلار شیرزمان نن (دوشنبه، ۲۸ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه ماشوم نږدې پنځه ورځې وړاندې د کونړ د اسعداباد ولایتي روغتون کې له زېږون وروسته د ماشومانو واټ له بستره غلا شوی و.
نوموړی زیاتوي، تیره ورځ ناوخته ورته د طالبانو د ځایي امنیتي چارواکو له لوري د زوی د پیدا کیدو خبر ورکړل شو او زوی یې ورته وسپاره.
شیرزمان زیاتوي: « تیره ورځ ناوخته راته زنګ راغلی او د امنیتي ځواکونو له لوري خبر راکړل شو چې ماشوم په دانګام ولسوالۍ کې پيدا شوی، زه په بېړه امنیتي ځواکونو ته ورغلم او ماشوم په یوه کور کې د چاپې پر مهال پيدا او موږ ته راوسپارل شو.»
کونړ کې طالب چارواکو یاده پېښه تایید کړې خو تراوسه یې د یاد ماشوم د تښتول کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
